پوسټ کوډ ۶۸۶۲۹
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱ لړم ۱۳۹۲ ۱۷:۱۶

په میدان وردګو ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان په ګډون لس وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په ميدان ورد?و ولايت ک? د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان په ??ون لس وسله والو مخالفينو ته مر? ژوبله او?ت?.

په میدان وردګو ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان په ګډون لس وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د امنیتي مؤظفینو د معلوماتو له مخې :د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په معصوم خیلو سیمه کې تېره شپه د حزب اسلامي او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې له امله یې د وسله والو طالبانو څلور غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي .
همدا راز د یادې ولسوالۍ په توکرک سیمه کې د کورنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان رضا چې په رضاګي مشهور وو، وژل شوی دی.
په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ په میر هزاره سیمه کې هم امنیتي ځواکونو تېره شبه عملیات ترسره کړي،چې به ترڅ کې یوه اندازه چاودیدونکي توکې او مهمات ترلاسه کړي دي.
په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement