پوسټ کوډ ۶۸۶۰۱
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱ لړم ۱۳۹۲ ۱۲:۳۶

ناټو د افغانستان او مریکا ترمنځ د امنیتي تړون د نهایي کېدو په اړه ډاډ څرګند کړ

اندريس فو? راسموسن دا خبره د بلجيم په مرکز بروکسل ک? د

د ناټو عمومي منشي د افغانستان او مریکا ترمنځ د امنیتي تړون د نهایي کېدو په اړه ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، افغانان پوهیږي چې دغه تړون له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانسان کې د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو او دې هېواد ته د روزونکو د استولو لپاره ضروری دی.
اندریس فوګ راسموسن دا خبره د بلجیم په مرکز بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د لومړی ورځې غونډې په پای کې وکړه.
له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون په اړه به راتلونکې میاشت لویه جرګه پریکړه کوي.
د امریکا او ناټو محارب ماموریت په ۲۰۱۴م کال کې پای ته رسیږي. د راپورونو له مخې ښایې له هغه وروسته د ناټو او امریکا له اتو نه تردولس زرو پورې عسکرپه افغانستان کې پاتې شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement