پوسټ کوډ ۶۸۴۳۷
نیټه خپرول: شنبه ۲۷ تله ۱۳۹۲ ۱۹:۱۹

د پاکستان صدراعظم په یوه څلور ورځني رسمي سفر امریکا ته ولاړ

د پاکستان صدراعظم به د چهارشنب? په ور? په سپينه ما?? ک? د جمهور رييس بارک اوباما سره هم و?وري.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف نن د امریکا متحدو ایالاتو ته روان شو.
نواز شریف به امریکا ته په څلور ورځني رسمي سفر کې پر هغو مسایلو خبرې وکړي چې؛ د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ یې روابط ترخه کړي دي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویلي، صدراعظم نواز شریف به سبا مخکې تر دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري اروپا ته روان شي؛ د هغه سره خبرې وکړي.
د پاکستان صدراعظم به د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د جمهور رییس بارک اوباما سره هم وګوري.
دا په وروستیو کې امریکا ته د تر ټولو لوړ رتبه پاکستاني هیات سفر دی.
دواړه لوري ښايي د دوه زره څوارلسم کال تر پایه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو او د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

د تروریزم پر ضد مبارزه کې همکاري، د امریکا د بې پيلوټه الوتکو حملې او د پاکستان اقتصادي پیاوړتیا هم هغه مسایل دي چې خبرې به ورباندې وشي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement