پوسټ کوډ ۶۸۴۱۹
نیټه خپرول: شنبه ۲۷ تله ۱۳۹۲ ۱۱:۵۴

د ناټو دفاع وزیران په افغانستان کې د پوځیانو د شمېر په اړه غونډه کوي

د امريکا دفاع وزير چک ه??ل په افغانستان ک? د نا?و د پو?يانو د شم?ر په ا?ه د خبرو لپاره د نا?و د دفاع وزيرانو په غون?ه ک? د ??ون په خاطر د راتلونک? اوون? د دوشنب? په ور? بروکسل ته ?ي .

تاند- د امریکا دفاع وزیر چک هېګل په افغانستان کې د ناټو د پوځیانو د شمېر په اړه د خبرو لپاره د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون په خاطر د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ بروکسل ته ځي .
دا په داسي حال کې ده چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو د شمېر مسله لا حل شوې نه ده.
د سي این این تلویزیون د راپور له مخې داسي نښې نښانې څرګندې شوي چې ښايي ډېر لږ شمېر امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.
دا تلویزیون وايي چې د پینتاګون څو چارواکو ورته ویلي چې اوس اصلي تمرکز په دې دی چې په افغانستان کې دې د ناټو د غړیو هیوادونو او امریکا ټولټال د ۸ زرو او ۱۲ زرو ترمنځ پوځیان پاتې شي. د دغو پوځیانو په منځ کې به د درې زرو او څلورو زرو ترمنځ د ناټو د غړیو هیوادونو وي او پاتې نور به امریکایان وي.
د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي وویل دا هم ممکنه ده چې د پوځیانو په نهايي شمېر کې یو څه بدلون راوړل شي خو د ده په وینا تغییر به ډېر لوی نه وي.
د ده په وینا کې په دې پرېکړه وشوه چې تر ۸ زرو دې لږ وي، په داسي حالت کې به دا پوځیان اغېزمن نه وي.
داسي ښکاري چې د ناټو د غړیو هیوادونو حکومتونه او همداراز د امریکا دفاع وزارت لېواله نه دي چې په افغانستان کې زیات شمېر پوځیان پرېښودل شي په تېره بیا په دې خاطر چې د امریکا دفاعي بودجه کمېږي.
سي این این وايي چې د اوباما حکومت به په راتلونکو دېرشو ورځو کې په دې اړه په پرېکړه تمرکز وکړي چې په افغانستان کې څومره پوځیان باید پرېښودل شي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکا پوځیان د افغانستان او امریکا د امنیتي موافقې په صورت کې پاتې کېږي. افغانستان او امریکا د دې موافقې پر اکثرو شرایطو موافقه کړې خو یوازې د قضايي مصونیت پر سر د دواړو خواوو ترمنځ اختلاف حل شوی نه دی. د افغانستان ولسمشر دا مسله لویې جرګې او ملي شورا ته پرې ایښې چې په اړه یې پرېکړه وکړي.
د افغانستان ولسمشر تېره شپه یو ځل بیا وویل چې په افغانستان کې به د نړیوالو پوځیانو د قضايي مصونیت پر مسلې د پرېکړې لپاره په راتلونکو څو اوونیو کې لویه جرګه دایره شي.
هیګل او د ناټو د نورو غړیو هیوادونو دفاع وزیرانو ته به د بروکسل په غونډه کې د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه معلومات ورکړای شي.
د ناټو ګڼ غړي هیوادونه د ډېر وخت لپاره په افغانستان کې د پوځیانو پرېښودو ته لېواله نه دي. ځکه به هېګل هڅه وکړي چې د دغو هیوادونو په اصلي او حقیقي ژمنې ځان پوی کړي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement