پوسټ کوډ ۶۸۳۳۲
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۲ تله ۱۳۹۲ ۱۷:۱۷

جېمز ډابنیز له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې پیل کړې

ج?مز ?ابينز له پاکستاني چارواکو سره د ليدنو کتنو ل?? د پاکستان د ملي امنيت له سلاکار او د نوازشريف د بهرنيو چارو مشاور سرتاج سره په خبرو پيل ک?ه.

تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي په افغانستان کې د سولې د بهیر او واشنګټن ته د صدراعظم نوازشریف د کېدونکي سفر په اړه په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې پیل کړې.
جېمز ډابینز له پاکستاني چارواکو سره د لیدنو کتنو لړۍ د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار او د نوازشریف د بهرنیو چارو مشاور سرتاج سره په خبرو پیل کړه.
دوی راتلونکې اوونۍ په واشنګټن کې د نوازشریف او بارک اوباما ترمنځ د خبرو پر اجنډا هم وږغېدل.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی شریف د اکتوبر په درویشتمه نېټه په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر اوباما سره وګوري. دا به له کله چې نوازشریف د پاکستان صدراعظم غوره شوی دی د امریکا له ولسمشر سره د نوازشریف لومړنی رسمي کتنه وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري تېره میاشت په نیویارک کې نوازشریف ته د واشنګټن د سفر رسمي بلنه ورکړه. شریف د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی و.
د پاکستان د راډیو له راپور سره سم د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي جېمز ډابینز له سرتاج عزیز سره د پاکستان او امریکا پر اړیکو او دغه راز د افغانستان او سیمې پر حالاتو خبرې وکړې.
رسمي سرچینې وايي، دواړو خواوو د افغانستان د پخلاینې پر بهیر او د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو هم خبرې وکړې.
سرچینې وویل، ښاغلیو عزیز او ډابینز له افغان طالبانو سره د سولې په بهیر کې د جون له میاشتې څخه په رامنځته شوي ولاړ حالت نظرونه تبادله کړل.
د پاکستان د راډیو د راپور له مخې دواړه هیوادونه اوس پر نورو انتخابونو، چې په نتیجه کې یې د قطر د سولې بهیر بېرته احیا شي او یا د ناټو ځواکونو تر وتلو مخکې د سیاسي حلارې لپاره کوم بل متبادل وموندل شي، غور کوي.
د طالبانو مشر ملا عمر پرون په یوه پیغام کې وویل چې د قطر له دفتره پرته به د طالبانو په نوم بل دفتر، که هر ځای جوړ شي، ونه مني.
ډابینز ومنله چې پاکستان په وروستیو کې د افغانستان د سولې له بهیر سره ملاتړ زیات کړی دی.
ده دا هم تایید کړه چې پاکستان د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د خبرو د زمینې په برابرولو کې مرسته کړې ده.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement