پوسټ کوډ ۶۸۳۲۰
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۲ ۱۳:۴۰

په جومات کې چاودنې د لوګر والي وواژه

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې نن سه شنبه، د سهار د نهو بجو په شاوخوا کې، په داسې حال کې د لوګر والي ارسلا جمال د پل علم ښار په مرکزي جامع مسجد کې د لوګر د مومنو خلکو سره یو ځای د اختر لمونځ ادا کاوه، د وطن، دین او خاورې دښمنانو لخوا د یوه ځای پر ځای شوي ماین په وسیله په شهادت ورسیده. په دې پېښه کې د والي ترڅنګ د لوګر ولایت لسګونو اوسیدونکو ته هم مرګ ژوبله رسیدلې ده.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د دین، خاورې او خلکو د دښمنانو دا کر غېړن عمل په کلکه غندي او د شهیدانو او زخمیانو له کورنیو سره ددې غمجنې پېښې له امله د خواخوږۍ مراتب شریکوي او د لوګر ولسونو ته ددې غمجنې پېښې له امله د زړه صبر غواړي.
رښتیا داده، چې د افغانستان قسم خوړلي دښمنان نه غواړي چې په هېواد کې د بیارغونې او پرمختګ هڅې کامیابې شي. د لوګر والي شهید ارسلا جمال په دې ولایت کې د خپل کار په کمه موده کې د بیارغونې، کارموندنې او د مس عینک له استخراج څخه د سمې ګټه اخیستې لپاره یو شمېر محسوسې هڅې پیل کړې وې، خو د هېواد دښمنانو ته دا هڅې د زغملو نه وې، له همدې امله یې نن د اختر په دې مبارکه ورځ دا بې رحمانه کړنه ترسره کړه. موږ د افغانستان یو داسې خدمتګار له لاسه ورکړ، چې وطن سخته اړتیا ورته درلوده.
دا وړ کړنې به د سولې لپاره د دولت د وسلوالو مخالفینو پر نیتونو شکونه لا زیات کړي. سره د دې، چې د شهید ارسلا جمال شهادت د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې د اداري نظام لپاره نه ډکېدونکې تشه ده. خو د وطن دښمنان دې خبر وي، چې په دا وړ ناځوانمردانه عملونو به د افغانستان د خدمت لپاره زموږ د زړه ورو مامورینو تعهد بدل نه کړي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement