پوسټ کوډ ۶۸۲۸۲
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۱ تله ۱۳۹۲ ۱۸:۱۰

د نورستان ولایت په دواب کې یوې راکټي حملې ۷ ملکیان ټپیان کړل

د نورستان چارواکي وايي چ?؛ په دوآب ولسوال? ک? په يو? راکتي حمل? ک? ? ملکي و??ي وژل شوي او لس نور ?پيان دي.

د نورستان چارواکي وايي چې؛ په دوآب ولسوالۍ کې په یوې راکتي حملې کې ۷ ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د دوآب ولسوال فدا محمد آزادۍ راډیوته وویل چې؛ دا راکټ تیر ماښام د طالبانو له خوا ویشتل شوی دی او دواب ولسوالۍ په بازار کې لګیدلی دی.
له بلې خوا د کونړ والي شجاع الملک جلاله په طالبانو تور لګوي چې؛ تیره شپه یې په وټه پور ولسوالۍ کې دوه ماشومان دولت ته د جاسوسۍ په تور وژلي دي.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې؛ د دغو ماشومانو عمرونه د ۸ او لسو کلونو ترمنځ دي.
وسله والو طالبانو تراوسه د دواړو پیښو په اړه څه نه دي ویلي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement