پوسټ کوډ ۶۷۸۷۰
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۱ تله ۱۳۹۲ ۱۷:۵۰

افغان امنیتي ځواکونو په خپلو عملیاتو کې د طالبانو یو مشهور قومندان نیولی

د لو?ر سيمه ييز چارواکي وايي افغان امنيتي ?واکونو په خپلو عملياتو ک? د طالبانو يو مشهور قومندان نيولي دي.

د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي افغان امنیتي ځواکونو په خپلو عملیاتو کې د طالبانو یو مشهور قومندان نیولی دی.
د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش ازادي راډیو ته وویل دا طالب قومندان چې مولوي شاه آغا نومیده پرون شپه د پولیسو په عملیاتو کې د بابوس په سیمه کې نیول شوی دی.
د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، د میمنې ښار له څلورمې ناحیې یې د یوې ښځې مړی موندلی دی.
د فاریاب د امنیې قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر زلمي جسور ازادي راډیو ته وویل دا ځوانه ښځه تیره ورځ په خپل کور کې د خپل میړه له خوا وژل شوې چې مړی یې د عربخانې له سیمې ترلاسه شوی.
په یوه بل ورته خبر کې اورئ چې؛ د غور په دولت یار ولسوالۍ کې د یوه ملکي کس مړی موندل شوی
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي ازادي راډیو ته وویل چې؛ دا سړی وسلوالو مخالفینو تښتولی و او په ډزو یې وژلی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement