پوسټ کوډ ۶۷۷۵۴
نیټه خپرول: سه شنبه ۹ تله ۱۳۹۲ ۱۰:۵۶

د افغانستان کرکټ ملي ټیم کینیا ته په ۱۰۶ منډو ماته ورکړه

افغانستان د کرک? ملي ?يم تيره شپه په شارجه ک? په يو? شل اوريزه سيال? ک? کينيا ته په لوي توپيرسره ماته ورک?ه.

افغانستان د کرکټ ملي ټیم تیره شپه په شارجه کې په یوې شل اوریزه سیالۍ کې کینیا ته په لوی توپیرسره ماته ورکړه.
افغان ټیم لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لورې اصغر ستانکزي ۴۳، محمد شهزاد ۳۶ او سمیع الله شینواري یوازې په ۱۴ توپونو ۳۹ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ونه سوځید.
د کینیا د لوبې په پیل کې افغان توپ اچونکو د دې هیواد لوبغاړې یو په بل پسې وسوځول او تر وروستي لوبغاړي پورې د کینیا ټیم ونه توانید چې، د افغان توپ اچونکو پر وړاندې مقاومت وکړي.
د کینیا ټول ټیم په اتلسم اور کې یوازې د ۵۶ منډو په جوړولو سره په دې مسابقه کې ماته وخوړه.
افغان کرکټ ټیم وتوانید چې، په دې سیالۍ کې د کینیا لوبغاړي په تر ټولو کمو منډو وسوځوي چې دا د نړیوالو شل اوریزو سیالیو په تاریخ کې یو نوی ریکارډ دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement