پوسټ کوډ ۶۷۶۳۶
نیټه خپرول: شنبه ۶ تله ۱۳۹۲ ۱۵:۱۴

د ننګرهار په خوګياڼو کې د شخصې شخړې له امله د یوې کورنۍ ۳ تنه وژل شوي

د نن?رهار ولايت چارواکي وايي، په خو?يا?و ک? د

د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، په خوګياڼو کې د شخصې شخړې له امله د یوې کورنۍ درې تنه وژل شوي.
د ننګرهار د ولایت ویاند احمدضياعبدالزی وايي چې؛ تېرماخستن د خوګياڼو ولسوالۍ د "کوز بيار" په سیمه کې د سلام په نامه یوه کس د شخصي شخړې له امله خپل ورور؛ چې محمد نسيم نوميده له خپلو دوو زامنو سره یو ځای په ډزو وژلي، دا رنګه د وژل شوي کس يوه ځوانه لور هم زخمي شوې ده.
عبدالزی وايي، چې په سیمه کې امنيتي کسانو د پيښې په اړه پلټنه پيل کړي او هڅه کوي، چې د پيښې عاملين ونیسي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې دا شخړه په څه او څنګه را ولاړه شوې ده.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement