پوسټ کوډ ۶۷۶۰۳
نیټه خپرول: شنبه ۶ تله ۱۳۹۲ ۰۹:۰۳

د افغانستان او چین ترمنځ د همکاری درې هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د دغه هوک?ه ليک په چوکا? ک? به د چين حکومت له افغانستان سره د??? ميليونو چينايي ايوان بلاعوضه مالي مرسته کوي چ? دغه مرسته به د افغانستان د حکومت د لوم?يتوبونو په اساس او د دوا?و ه?وادونو په مشوره په مختلفو پروژو ول?ول شي.

د افغانستان د جمهوررئیس حامدکرزي او د چین د جمهوررئیس شي جین پینګ په حضورکې، نن د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د همکاری درې هوکړه لیکونه لاس لیک شول.
په اقتصادي او تخنیکي برخه کې لومړی هوکړه لیک د ملي امنیت د سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا او د چین د سوداګری د وزیر ترمنځ لاس لیک شو.
د دغه هوکړه لیک په چوکاټ کې به د چین حکومت له افغانستان سره د۲۰۰ میلیونو چینایي ایوان بلاعوضه مالي مرسته کوي چې دغه مرسته به د افغانستان د حکومت د لومړیتوبونو په اساس او د دواړو هېوادونو په مشوره په مختلفو پروژو ولګول شي.
دویم هوکړه لیک د چین او افغانستان ترمنځ د بندیانو د استرداد په برخه کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین ارشاد احمدي ترمنځ لاس لیک شو.
همدا راز دریم هوکړه لیک د کابل پوهنتون او د چین د شییان پوهنتون ترمنځ د همکاری د رامنځته کولو په موخه د چین د شییان پوهنتون د رئیس او په چین کې د افغانستان د سفیر محمد کبیر فراهي ترمنځ لاس لیک شو.
د یادونې وړ ده چې د چین حکومت به سږکال د تعلیمي او فرهنګي همکاریو په چوکاټ کې د افغانستان او چین د پوهنتونونو ترمنځ همکاري رامنځته، د پوهنې او د هایدرولیک د انجنیری په برخه کې به افغان ځوانانو ته مسلکي روزنه ورکړي، په چین کې به افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو لپاره لانور بورسونه برابر او د کابل په پوهنتون کې به د چینایي ژبې کورسونه زیات کړي

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement