پوسټ کوډ ۶۷۵۸۶
نیټه خپرول: پنج شنبه ۴ تله ۱۳۹۲ ۱۵:۱۴

د افغانستان په ختیځ کې مو یو سرتیری وژل شوی دی

ايساف ?واکونه وايي چ?؛ د افغانستان په ختي? ک? د دوي يو سرتيري وژل شوي.

ایساف ځواکونه وایي چې؛ د افغانستان په ختیځ کې د دوي یو سرتیری وژل شوی.
ایساف ځواکونو په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې؛ د ایساف ځواکونو دا سرتیری نن هغه مهال د افغانستان په ختيځ کې ووژل شو چې؛ د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې یو تن پرې ډزې وکړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې؛ حمله کوونکی هم د بهرنیو ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
اخوا د پکتیا یوه سیمه ییز چارواکې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې؛ نن غرمه مهال د ګردې څیړۍ په پوځي کمپ کې د ایساف یو عسکر د ملي اردو د یوه سرتیري له خوا وژل شوی دی چې په ځواب کې یې خپله حمله کونکی هم له منځه تللی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې؛ دا ایساف سرتیری په ملي اردو کې د دوي د یوه نفوذي کس له خوا وژل شوی دی.
خو ایساف ځواکونو تراوسه دا خبر نه دی تایید کړی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement