پوسټ کوډ ۶۷۵۰۸
نیټه خپرول: پنج شنبه ۴ تله ۱۳۹۲ ۰۹:۴۲

جمهوررئیس حامدکرزي د چین د صدراعظم له مرستیال سره وکتل

د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د اروپا ـ آسیا په اقتصادي کنفرانس کې له ګډون وروسته، نن د چین هېواد د صدراعظم له مرستیال ونګ یانګ سره چې په عین حال کې د چین د اقتصادي او وداګریزو چارو عمومي مسوول هم دی، په خپل استوګنځي کې وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د چین او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا په باب خبرې وکړې.
حامدکرزي چین د افغانستان لرغونی دوست او ګاونډی هېواد وباله، هیله یې وکړه چې افغانستان هم یوه ورځ د چین په څېر ستر اقتصادي پرمختګونه وکړي.
د چین د صدراعظم مرستیال حامد کرزي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل: تاسو په تېره یوه لسیزه کې د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې مهم رول لوبولی دی چې موږ ستاسو دغو هڅو ته د قدر په سترګه ګورو.
ښاغلي ونګ یانګ وویل چې افغانستان د سیمې په هېوادونوکې د چین لپاره یو مهم ګاونډی هېواد دی. ده وویل چې په افغانستان کې سوله او ثبات د چین په ګټه دی، چین د افغانستان د سولې له پروسې او د تروریزم پرخلاف له مبارزې څخه ملاتړ کوي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزیر وحیدالله شهراني د تېرو دوو ورځو راهیسې په افغانستان کې د چینایي پروژو د کارونو د چټکتیا او د کانونو په برخه کې د چینایي پانګوالو لخوا په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره له چینایي چارواکو سره په خبرو بوخت دی

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement