پوسټ کوډ ۶۷۳۳۱
نیټه خپرول: يکشنبه ۳ وږی ۱۳۹۲ ۱۲:۰۰

په کونړ ولایت کې امریکايي بې پیلوټه الوتکې ۴ وسله وال وژلي دي

د کون? امنيتي مسوولين وايي چ?؛ د د? ولايت په غازي آباد ولسوال? ک? ت?ره ور? ناوخته د امريکا د ب? پ?لو?ه الوتکو په بمباري ک? ?لور تنه وسله والو طالبان وژل شوي دي.

د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې؛ د دې ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې تېره ورځ ناوخته د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په بمباري کې څلور تنه وسله والو طالبان وژل شوي دي.
د کونړ د امنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخیل آزادي راډیو ته وویل چې؛ په دې برید کې د غازي آباد لپاره د طالبانو ولسوال جمعه خان له خپلو دریو ملګرو سره وژل شوی دی.
تر دې مخکې د رپوټونو له مخې د روانې میلادي میاشتې په اوومه نېټه په کونړ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوې حملې کې اته ښځې او ماشومان ووژل شول.
وسله والو طالبانو تر اوسه د جمعې ورځې د حملې په هکله څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement