پوسټ کوډ ۶۷۲۴۹
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۸ وږی ۱۳۹۲ ۲۰:۰۳

بدخشان: د طالبانو په یوه کمین کې ۲۰تنه افغان عسکر او پولیس وژل شوي

ملي اردو سرتيرو او د نظم عامه پوليسو په ??ه د يو ل? عملياتو لپاره وردوج ولسوال? ته روان ول چ?؛ په لار ک? د طالبانو له د? کمين سره مخ شول.

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي چې؛ د وسله والو طالبانو په یوه کمین کې نن له غرمې مخکې شل تنه افغان عسکر او پولیس وژل شوي.
د بدخشان د والي مرستیال ډاکټر ګل محمدبیدار له ازادی راډيو سره په خبرو کې وویل، د ملي اردو سرتیرو او د نظم عامه پولیسو په ګډه د یو لړ عملیاتو لپاره وردوج ولسوالۍ ته روان ول چې؛ په لار کې د طالبانو له دې کمین سره مخ شول.
د ښاغلي بیدار په خبره په دې حمله کې شاوخوا دولس افغان پوځیان ټپيان هم دي.
ښاغلی بیدار وایي په ځوابي ډزو کې طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې خو دقیق شمیر یې نه دی مالوم.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement