پوسټ کوډ 67011
نیټه خپرول: شنبه 23 وږی 139217:01

"د افغان ځواکونو لپاره په پروژو کې باید ۴،۷ ملیاردو ډالرو د ضایع کې مخه ونیول شي"

د افغانستان د بيارغون? ?ان??? مفتش يا سي?ار- SIGAR اداره وايي؛ د افغان امنيتي ?واکونو لپاره د پلان شويو او تر کار لاند? پروژو ک? د ?لور اعشاريه اووه مليارده ?الرو په اندازه پيسو د ضايع ک?دو د مخنيوي لپاره اضافي اقداماتو ته ا?تيا ده.

د افغانستان د بيارغونې ځانګړې مفتش يا سيګار- SIGAR اداره وايي؛ د افغان امنيتي ځواکونو لپاره د پلان شويو او تر کار لاندې پروژو کې د څلور اعشاريه اووه مليارده ډالرو په اندازه پيسو د ضايع کېدو د مخنيوي لپاره اضافي اقداماتو ته اړتيا ده.
سيګار اداره وايي، د بيارغونې دغه پروژې د درې لکه او دوپنځوس زره افغان امنيتي ځواکونو لپاره په پام کې نيول شوي؛ نه د دوه لکه او ٢٨زره او ٥٠٠ افغان امنيتي پرسونل لپاره. بله دا چې نړيوال ځواکونه هم له افغانستان څخه په وتلو دي او خپل زيات تاسيسات او ودانۍ افغان ځواکونو ته سپاري.
د دې ادارې راپور وايي، د روان ميلادي کال له اپرېل راهيسې د افغان امنيتي ځواکونو لپاره د ٤٠٠ تاسيساتو او ودانيو د جوړولو پروژې يا تر کار لاندې دي؛ يا پلان شوي او يا يې هم کارونه بشپړ شوي دي.
دې ادارې د دغو پيسو د ضايع کېدو د مخنيوي لپاره افغان حکومت ته ځينې سپارښتنې کړې دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement