پوسټ کوډ ۶۶۹۸۳
نیټه خپرول: جمعه ۲۲ وږی ۱۳۹۲ ۱۷:۰۱

جمهوررئیس کرزي د ایران له جمهوررئیس سره وکتل

د افغانستان جمهوررئيس حامدکرزي په دغه کتنه ک? په ايران ک? د افغان مهاجرينو د ويز? د تمديد د ستونز? د حل غو?تنه وک?ه، هيله ي? ?ر?نده ک?ه چ? ه?واد ته د هغوي بيرته راستنيدل په داوطلبانه ?ول ترسره شي.

د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د شانګهای د همکاریو د سازمان د مشرانو د غونډې په څنډه کې د ایران له جمهوررئیس ډاکتر حسن روحاني سره پرون مازیګر د قرغزستان په پلازمېنې بشکیک کې وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو جمهورو رئیسانو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د افغانستان د سولې د بهیر، له امریکا او یو شمېرنورو هېوادونو سره د افغانستان د امنیتي موافقه لیکونو، له نیشه یې توکو سره د مبارزې او د سیمه ایزو مسلو په باب خبرې اترې وکړې.
جمهوررئیس حامدکرزي وویل چې افغانستان تل هڅه کړې ده چې له دوست او ورور هېواد ایران سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
د ایران جمهوررئیس ډاکتر حسن روحاني د افغانستان جمهوررئیس او خلکو ته د هندوستان د فوټبال د ملي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د بریالیتوب له امله د مبارکۍ په ترڅ کې وویل چې ایران له افغانستان سره د ورور ګلویزو او دوستانه اړیکو د لرلو اراده لري.
ده د افغانستان لپاره د تل پاتې سولې د ټینګښت هیله وکړه، څرګنده یې کړه چې ایران په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت غوښتونکی دی، ځکه چې سوله لرونکی افغانستان د ایران په ګټه دی.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په دغه کتنه کې په ایران کې د افغان مهاجرینو د ویزې د تمدید د ستونزې د حل غوښتنه وکړه، هیله یې څرګنده کړه چې هېواد ته د هغوی بیرته راستنیدل په داوطلبانه ډول ترسره شي.
د ایران جمهوررئیس په دې اړه د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ څرګند کړ، وې ویل چې ایران له ۳۵ کلونو را په دیخوا د افغان مهاجرینو کوربه دی او نه غواړي چې هغوی وځورول شي خو هغه شمېر افغان کډوال چې د استوګنې کارت نه لري باید خپل ځانونه اړوندو ادارو ته ور وپیژني او په ایران کې د اوسیدلو کارتونه ترلاسه کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement