پوسټ کوډ 66982
نیټه خپرول: جمعه 22 وږی 139217:27

په پکتيکا کې موټر بم موخې ته له رسېدو وړاندې له مينځه يوړل شو

نن سهار شپ? بج? او پن?لس دقيق? و? چ? د ياد مو?ر بم چلوونکي ته د پکتيکا ولايت سروض? ولسوال? سره ن?د? ملي پوليسو د در?دو امر وک? خو مو?ر چلوونکي له مو?ر سره د ت??ت? ه?ه وک?ه.

نن سهار د پکتيکا ولايت په سروضې ولسوالۍ کې هغه داسلنډ موټر چې د چاودېدونکو توکو څخه ډک وو او غوښتل يې په مرکز ښرنه کې په ټاکلي هدف موټر بم بريد ترسره کړي، خو د ملي پوليسو لخوا موخې ته له رسېدو وړاندې له مينځه يوړل شو، د ياد موټر بم په اړه زمونږ کشفي ادارو له وړاندې مالومات درلودل نو ځکه يې په اسانۍ سره وکولای شول ياد موټر بم له ملکي او نظامي تلفاتو پرته په نښه او له مينځه يوسي، نن سهار شپږ بجې او پنځلس دقيقې وې چې د ياد موټر بم چلوونکي ته د پکتيکا ولايت سروضې ولسوالۍ سره نږدې ملي پوليسو د درېدو امر وکړ خو موټر چلوونکي له موټر سره د تېښتې هڅه وکړه، چې په همدې حال کې د سروضې ولسوالۍ ملي پوليسو پرې وسلوال بريد وکړ او موټر بم وچاودېد، چې له امله يې د وروستيو مالوماتو پر اساس ۲۱ تنه ملکي او نظامي کسان ټپيان شوي دي چې پکې ۱۰ تنه ملي پوليس، دوه تنه د ترانسپورټ کارکوونکي، یو تن د ملي امنيت کارکوونکی، درې تنه د ملي اردو سرتيری، دوه سيمه ييز پوليس او درې ملکي وکړي شامل دي او د ټولو روغتيايي حالت ډاډمن بلل شوی دی او په سيمه کې يې نږدې ودانيو ته هم مالي زيانونه اړولي دي

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement