پوسټ کوډ ۶۶۸۹۳
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۹ وږی ۱۳۹۲ ۱۹:۱۱

د همدې میاشتې په ترڅ کې ملا عبدالغني برادر خوشې کیږي

په بهرنيو چارو ک? د پاکستان د صدر اعظم سلاکار سرتاج عزيز روي?رز آژانس ته ويلي چ? دوي په اصولو ک? د ملا برادر د خوش? کيدو پريک?ه ک??.

د پاکستان له زندانونو څخه د طالب بندیانو د ازادیدو په درشل کې دا ځل اسلام آباد هوډ لري چې د طالبانو دویم نمبر مشر ملا عبدالغني برادر هم له بنده آزاد کړي.
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدر اعظم سلاکار سرتاج عزیز رویټرز آژانس ته ویلي چې دوی په اصولو کې د ملا برادر د خوشې کیدو پریکړه کړې.
له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې پاکستان غواړي ملا برادر سعودي عربستان یا ترکیې ته وسپاري.
د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې دا مهال له اسلام آباد سره د ملابرادر د خوشې کیدو په اړه خبرې روانې دي، خو زیاتوي چې تراوسه یې د ازادیدو په څرنګوالي پریکړه نه ده شوې.
د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو د دویم نمبر مشر خوشې کیدل به د سولې له بهیر سره ډیره مرسته وکړي.

"یقیناً چې د ملا برادر د خوشې کیدو موضوع افغانستان ته ډیره مهمه ده، مونږ په دې باور یو چې دده خوشې کیدل د سولې له پروسې سره مرسته کولای شي، نودا به د پاکستان له لوري یو مثبت اقدام وي، دغه موضوع د ولسمشر حامد کرزي په سفر کې هم مطرح شوه، خو دغسې تصامیم باید په خپل سر ونه نیول شي ، دا چې دوی چیرې خوشې کیږي، چیرې ځي،څه کوي، ټول هغه مسایل دي چې په دې اړه باید یو اړخیز تصمیم ونه نیول شي."
ملا برادر هغه څوک دی چې له تیرو څوکلونو راهیسې یې افغان حکومت له پاکستان څخه د خوشې کیدو غوښتنه کوي.

پاکستان د روانې اونۍ په پيل کې هم اوه تنه طالب زندانیان له بنده آزاد کړل خو افغان چارواکي وایي، په دوې کې داسې مطرڅ څیرې نه وي چې د سولې لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

د سیاسي چارو څیړونکی وحید مژده وایي، پاکستان او افغانستان هوډ لري چې د ملابرادر په لیږلو سره په ترکیې یا عربستان کې منځلارو طالبانو ته یو دفتر پرانیزي او په دې توګه په طالبانو کې بیلتون رامنځ ته کړي.
"د ولسمشر حامد کرزي د سفر په جریان کې چې پاکستان ته یې وکړ ځينې پټې خبرې شوي ، په دې کې دا خبره هم وشوه چې ملا برادر باید خوشې شي، خو پاکستان ولسمشر کرزي ته ویلي چې دا ډول خوشې کیدل هیڅ معنی نه لري، دی چې خوشې شي یا کور ته ځی یا طالبانو سره یوځآی کیږي او د سولې لپاره اغیزمن نه تمامیږي، خو بله لاره چې شته هغه داده چې طالبانو لپاره یو بل ځای دفتر پرانستل شي."
کارپوهان دا هم وایي چې ملابرادر ډیر وخت په زندان کې تیر کړ او خوشې کول به یې د سولې له بهیر سره مرسته ونه کړي.
د ملابرادر د خوشې کیدو او سعودي یا ترکیې ته دده د سپارلو خبرې په داسې حال کی کیږي چې په قطر کې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پيلیدو هڅو کومه نتیجه ورنه کړه.
افغان حکومت هم له دې وړاندې ویلي وو چې دوی غواړي طالبانو ته په کابل، سعودي عربستان یا ترکیه کې بل دفتر پرانستل شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement