پوسټ کوډ ۶۶۸۵۵
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۹ وږی ۱۳۹۲ ۱۰:۴۵

په میدان وردګو ولایت کې درې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

زاهدالله نوميدو د حزب اسلامي ?ل? لخوا ت?ره شپه وژل شوي دي،په همد? حال ک? دوه وسله وال طالبان د جغتو ولسوال? په مردله سيمه ک?

د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په اقچي په سیمه کې یو وسله وال طالب چې زاهدالله نومیدو د حزب اسلامي ډلې لخوا تېره شپه وژل شوی دی،په همدې حال کې دوه وسله وال طالبان د جغتو ولسوالۍ په مردله سیمه کې چې غوښتل یې د سړک ترغاړي ماینونه ځای پرځای کړي د ملي اردو ځواکونو لخوا ویشتل شوي،چې له امله یې دواړه سخت ټپیان شوي دي .
بلخوا امنیتي ځواکونو د میدان ښار په سیاه پیتاب،سلمان فارس او بسراق سیمو کې تصفیوي عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې یو فیر د مزائیل مرمۍ،شپیته فیره د دهشکې مرمۍ،یوه دراکټ چانټه او لس د کلاشینکوف شاجورونه ترلاسه کړي،خو په تور یې څوک ندي نیول شوي .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement