پوسټ کوډ ۶۶۸۴۷
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۹ وږی ۱۳۹۲ ۱۳:۳۱

د افغانستان او هند د فوټبال ټیمونه به سبا د اتلولۍ لپاره سیالۍ کوي

د جنوب? اسيا د فو?بال د اتلول? په وروست? سيال? ک? به افغانستان د چارشنب? په ور? له هندوستان سره لوبه کوي.

د جنوبې اسیا د فوټبال د اتلولۍ په وروستۍ سیالۍ کې به افغانستان د چارشنبې په ورځ له هندوستان سره لوبه کوي.
په پرونۍ ( دوشنبه ) لوبه کې هندوستان وکولای شو چې؛ مالدیف ته د سفر په وړاندې په یو ګول ماتې ورکړي او نهايي سیالۍ ته لار ومومي.
افغانستان د یکشنبې په ورځ د نیپال ټیم ته په ماتې ورکولو سره د جنوبي اسیا د فوټبال د اتلولیو وروستۍ لوبې ته لاره موندلې ده.
د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم چارواکي وايي؛ د سبا ورځې د لوبې لپاره ځانګړی چمتوالی لري.
د جنوبې اسیا په دې لوبو کې د بریالتوب په صورت کې افغانستان کولی شي؛ د اسیا د هیوادونو د فوټبال د اتلولۍ سیالیو ته لاره ومومي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement