پوسټ کوډ ۶۶۸۳۳
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۸ وږی ۱۳۹۲ ۱۰:۵۸

په میدان وردګو ولایت پنځه وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او پنځه نور ژوندي نیول شوي دي

په میدان وردګو ولایت کې تېره د بېلابېلو عملیاتو او پېښو په ترڅ کې پنځه وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او پنځه نور ژوندي نیول شوي دي.
د میدان وردګو ولایت په سیداباد،نرخ او جغتو ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو او پېښو به ترڅ کې د یو طالب قوماندان په ګډون دوه تنه وژل شوي،درې ټپیان دي او پنځه له یوه اندازه مهماتو سره یو ځای ژوندي نیول شوي دي .
د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قوماندان چې جلالي نومیږي،تېره شپه د سیداباد ولسوالۍ د تنګي په سیمه کې د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوی دی،همدا راز د دغه ولسوالۍ د سالارو په سیمه کې دوه وسله وال طالبان له یو موټرسایکل او یوې ایکم مخابرې سره یوځای ژوندي نیول شوي،چې دغه وسله
والو د ماین په کېښودلو او په اکمالاتي قطارونو وخت ناوخت بریدونو کې لاس درلود،په همدې حال کې د سیداباد په اوتري سیمه کې یو وسله وال طالب د امنیتي ځواکونو د نښتې پرمهال ټپي شوی دی.
بلخوا د نرخ ولسوالۍ په درمندیانو سیمه کې امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان له یوه اندازه مهماتو سره یوځای ژوندي نیولي،د دې ولسوالۍ په دادل سیمه کې بیا د طالبانو لخوا د ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې د حزب اسلامی یو غړی سخت ټپی شوی دی.
په جغتو ولسوالۍ کې هم امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو نښته کړې،چې له امله یې یو وسله وال طالب وژل شوی او یو بل ټپي شوی .
په یادو ټولو عملیاتو او پېښو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement