پوسټ کوډ 66576
نیټه خپرول: سه شنبه 12 وږی 139212:47

د افغان پولیسو تلفات د تیرکال د همدې مودې په مقایسه دوه برابره زیات شوې

چارواک? وايي، د روان کال په لوم?يو شپ?و مياشتو ک? د افغان پوليسو تلفات د تيرکال د همد? مود? په مقايسه دوه برابره زيات شو? دي.

چارواکې وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان پولیسو تلفات د تیرکال د همدې مودې په مقایسه دوه برابره زیات شوې دي. 
د هغو شمیرو له مخې چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خپرې کړې دي، د روان کال د حمل د میاشتې راهیسې تر اوسه ( یو زرو اوه سوه دوه نوي ) پولیس سرتیري په ټول افغانستان کې په جلا جلا پېښو کې وژل شوې دي.
ویل شوې دي چې افغان پولیسو ته تر ټولو ډیره مرګ ژوبله په سړکونو کې د اېښودل شویو ماینونو د چاودنو له کبله اوښتې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، افغان امنیتي ځواکونه د بهرنیو ځواکونو په شان لازم تجهیزات او وسایل نه لري.
د ښاغلي صدیقي په وینا د مخالفو وسلوالو پر ضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې د پولیسو حضور هغوی تر ډیره د وسلوالو د بریدونو هدف ګرځولې دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement