پوسټ کوډ 6645
نیټه خپرول: سه شنبه 11 تله 139107:59

په کانونو وزارت کې د اداري فساد په ۱۲ دوسیو به څيړنه پیل شي

له فساد سره د مبارزې عالي اداره وایي، د کانونو وزارت د اداري فساد ۱۲ دوسیې به په نږدې راتلونکې کې د یوه څلور اړخیز پلاوي له خوا وڅیړل شي.

د دغې ادارې مشرعزیزالله لودین د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دا دولس دوسېې لویې څارنوالۍ ورسپارلي او ټولې یې د دغه وزارت په قراردادونو کې د فساد په اړه دي.

ډاکتر لودین وویل، لویې څارنوالۍ دغه دوسیې وروسته له هغې ور وسپارلې، چې د ده په خبره د کانونو وزارت چارواکو له تیرو شپږو میاشتو راهیسې د لویې څارنوالۍ مسولینو ته د څیړنو اجازه نه ورکوله.

دا چې اداري فساد په کومه سطحه په کوم قرارداد کې څه وخت شوی، عزیز الله لودین په دې اړه هرې پوښتنې ته بې خبري وښودله.


د کانونو وزارت چارواکي بیا وایي، چې دغه دوسیې د دغه وزارت په پخوانۍ رهبري پورې اړوند دي او که چیرې دوی ثابته کړي، چې د تیرې رهبرۍ په قراردادونو کې جنایي مسایل شامل دي نو عدلي او قضایی ارګانونو ته به د څیړنې اجازه ورکړي.

د

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement