پوسټ کوډ 66345
نیټه خپرول: سه شنبه 5 وږی 139218:32

د عبدالرشید دوستم په کور کې

د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ځینو سیاسي مشرانو او مطرحو احتمالي کاندیدانو غونډه تیره شپه په کابل کې د عبدالرشید دوستم په کور کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې ډاکتر زلمي خلیلزاد، علي احمد جلالي، عبدالله عبدالله‎، احمدضیا مسعود، حنیف اتمر، محمد محقق، یونس قانوني، عطا محمد نور او ځینو نورو کسانو برخه اخیستې وه.
د جنرال عبدالرشید دوستم په کوربه توب د ځینو سیاسي مشرانو غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې په دې وروستیو کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو ته د کاندیدانو په وړاندې کولو بحثونه تاوده شوي دي.
د عبدالرشید دوستم ویاند فیض الله ذکي وايي چې؛ په دې غونډه کې د مشخص کاندید په اړه خبرې نه دي شو، خو وايي د یوه لوی تفاهم د رامنځ ته کولو په اړه بحثونه شوي دي:
"د یوه مشخص کاندیدن په اړه بحث ونه شو او اصلاً اجنډا هم دا نه وه، اجنډا دا وه چې د ازادو او شفافو انتخاباتو د تامین لپاره مشوره وشي او د یوه داسې لوی تفاهم د رامنځ ته کولو لپاره مشوره وشوه تر څو په راتلونکو انتخاباتو کې هر کاندید چې کامیابیږي، په ډیرو رایو بریالی شي او له انتخاباتو وروسته خپله دنده په کامیابۍ ترسره کړي، مشوره په همدې اړه وه."
ښاغلي ذکي وویل چې؛ د غونډې فضا دوستانه وه او پریکړه وشوه چې دارنګه غونډو ته دوام ورکړي.
په دې غونډه کې په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمي خلیلزاد او د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي او د ولسمشر حامد کرزی ورور قیوم کرزی هم برخه اخیستې وه.
د ملي ایتلاف او ملي جبهې مشرانو عبدالله عبدالله، احمد ضیا مسعود، د بلخ والي عطامحمد نور، حنیف اتمر، یونس قانوني، محمد محقق او امرالله صالح هم ګډون کړی و.
خو په دې غونډه کې د پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف چې د جمهوري ریاست له احتمالي کاندیدانو څخه بلل کیږي، نه و.
په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې جمهور رییس حامد کرزی غواړي د جمهوي ریاست لپاره له ښاغلي سیاف نه ملاتړ وکړي.
خو د تیرې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ښاغلي کرزي وویل چې؛ دی به په راتلونکو انتخاباتو کې بې طرفه پاتې شي.
که څه هم د یادې غونډې تنظیموونکو ویلي چې د راتلونکو انتخاباتو په اړه د یوه لوی تفاهم درامنځ ته کولو لپاره به خپلو غونډو ته دوام ورکړي، خو ددوی ترمنځ د تفاهم رامنځ ته کیدل یو ستونزمن کار بلل کیږي.
ځکه د ځینو کتوونکو په باور د لوی تفاهم د رامځ ته کیدو لپاره باید اکثره احتمالي کاندیدان د یو یا دوو کسانو په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ تیر شي.
د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د راتلونکي کال د حمل د میاشتې په شپاړسمه نیټه کیږي چې شل ورځې وروسته ورته د کاندیدانو نوم لیکنه پیلیږي.
سرچینه: ازادی رادیو

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement