پوسټ کوډ ۶۶۲۱۹
نیټه خپرول: دوشنبه ۴ وږی ۱۳۹۲ ۰۹:۲۰

حامدکرزی د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته روان شو

حامدکرزي به اسلام آباد ته پخپل دغه يو ور?ني رسمي سفرک? د پاکستان له صدراعظم ميا نواز شريف اود دغه ه?واد له جمهوررئيس سره په جلا جلا ?ول و?وري او د تروريزم او افراطيت پرخلاف د جدي مبارز?، د سول? د بهير او د دوا?و ه?وادونو ترمن? د ا?يکو د پراختيا په باب به ورسره خبر? اتر? وک?ي.

د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی د پاکستان د اسلامي جمهوریت د صدراعظم میا نواز شریف په رسمي بلنه، نن سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د دغه هېواد پایتخت اسلام آباد ته روان شو.
حامدکرزی به اسلام آباد ته پخپل دغه یو ورځني رسمي سفرکې د پاکستان له صدراعظم میا نواز شریف اود دغه هېواد له جمهوررئیس سره په جلا جلا ډول وګوري او د تروریزم او افراطیت پرخلاف د جدي مبارزې، د سولې د بهیر او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په باب به ورسره خبرې اترې وکړي.
له حامدکرزي سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د مالیې وزیر ډاکتر عمر زاخیلوال، د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ډاکتر انوارالحق احدي، د امنیتي لېږد د کمیسیون مشر ډاکتر اشرف غني احمدزی، د سولې د عالي شورا رئیس صلاح الدین رباني، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خرم، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ارشاد احمدي، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر د ریاست مرستیاله مېرمن حمیرا
لودین اعتمادي او د جمهوررئیس ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement