پوسټ کوډ ۶۶۱۶۳
نیټه خپرول: جمعه ۱ وږی ۱۳۹۲ ۱۸:۲۵

د خواجه غار ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا معرفي شوی ولسوال ووژل شو

د خواجه غار ولسوال? لپاره د طالبانو لخوا معرفي شوي ولسوال قاري عتيق الله ووژل شو.

د کندز امنیتي چارواکي وايي چې د خواجه غار ولسوالۍ لپاره د طالبانو لخوا معرفي شوی ولسوال قاري عتیق الله ووژل شو.
د چارواکو په وینا د طالبانو دا قوماندان له دریو نورو ملګرو سره یو ځاي د افغان او نړیوالو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شوی .
د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني نن ازادۍ راډیو ته وویل چې عملیات تېره شپه د (دشت ارچي) ولسوالۍد پل محمد په سیمه کې ترسره شوي دي.
د سید سرور حسیني په وینا په دې عملیاتو کې پنځه وسله وال طالبان نیول شوي دي.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement