پوسټ کوډ ۶۵۹۸۵
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۲ ۱۰:۱۱

پاکستان او افغانستان د سې شنبې په ورځ د فوټبال مسابقه کوي

د پاکستان او افغانستان د فو?بال لوب? ?ل? له شپ? ديرش کلونو وروسته د لوم?ي ?ل لپاره په کابل ک? له يو بل سره د سيال? ??ر ته و?ي.

افغانستان د فوټبال ملي ټیم د پاکستان سره د یوې دوستانه لوبې د ترسره کولو لپاره په وروستي چمتوالي بوخت دی.
د پاکستان او افغانستان د فوټبال لوبې ډلې له شپږ دیرش کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په کابل کې له یو بل سره د سیالۍ ډګر ته وځي.
د افغانستان د فوټبال د ټیم یو شمېر لوبغاړي چې؛ له خپل هېواد څخه بهر لوبې کوي کابل ته تللي څو په دې لوبه کې افغانستان بریالی کړي.
څومره چې؛ د افغانستان او پاکستان د فوټبال د ټیمونو ترمنځ دوستانه مسابقې ته وخت نژدې کیږي هومره د پولي دواړو غاړو ته د فوټبال د مینوالو هیجان زیاتیږي.
دواړو هیوادونه چې؛ د تاریخ په اوږدو کې یې له لوړو ژورو ډکې سیاسي اړیکې لرلې، د سې شنبې په ورځ په کابل کې په فوټبال کې له یو بل سره زور ازمايي.
په کابل کې هغه لوبغالی چې ددې مسابقو کوربه دی د شپږ زرو نندارچیانو ځای لري او د هغه شمیر کسانو لپاره ډیر وړوکی دی چې غواړي دا لوبه له نژدې وګوري.
د افغانستان د فوټبال فیدراسیون باور لري چې د لوبې پر مهال به لوبغالی له نندارچیانو ډک وي.
همدارنګه تمه کیږي چې؛ په لسګونه زره افغانان به دا لوبه په ژوندۍ بڼه د تلویزونونو له لارې هم ننداره کړي.
د سې شنبې د ورځې د فوټبال دا مسابقه په اصل کې د جنوبي اسیا د اتلولې د لوبو لپاره د چمتوالي یوه لوبه ده. د جنوبې اسیا د فوټبال د اتلولۍ لوبې د اګست له یودیرشمې څخه د سیپتمبر تر یولسمې نیټې پورې په نیپال کې ترسره کیږي.
ویل کیږي یو شمېر افغان لوبغاړې چې له خپل هیواد څخه بهر د فوټبال لوبې کوي د پاکستان په وړاندې په دې مسابقه کې د برخې اخیستو لپاره کابل ته تللې دي.
د افغانستان د فوټبال د ټیم روزونکي همایون کارګر د خپل ټیم د چمتوالی په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د بدني ځواک او فزیکي کارونو له پلوه ټول چمتو دي. همدارنګه هغه لوبغاړې چې د هیواد څخه بهر دي او د افغانستان د فوټبال په ملي ټیم کې راجستر دي او په پخوانیو لوبو کې یې هم برخه اخیستی، یو شمېر یې راغلي دي او یو شمېر نورو یې د ځینو ستونزو له کبله ونه شوه کولای چې راشي.
ځکه په اروپا کې د دوي خپل ټیمونه لوبې لري. خو د جنوبي اسیا د اتلولۍ په لوبو کې یې بیا کلبونه د ګډون اجازه ورکوي ځکه چې هغه رسمي لوبې دي."
افغانستان به د جنوبې اسیا د فوټبال د اتلولۍ په لوبو کې د مالدیف، سرېلانکا او بوتان له ټیمونو سره لوبې وکړي.
افغانستان وايي چې؛ سږ کال به د جنوبي اسیا د فوټبال د لوبو اتلولي ګټي ، خو د سې شنبې په ورځ به یې له پاکستان سره د کابل په مسابقه کې وړتیاوې او ستونزې څرګندې شي.
د افغانستان او پاکستان د فوټبال فدراسونونو ویلي دي چې؛ دا دوستانه لوبو د دواړو هیوادونو د خلکو او لوبغاړو ترمنځ د دوستۍ د پیاوړتیا لپاره کوي.
د پاکستان د فوټبال د فیدراسیون مشر احمدیارخان لودهي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د سې شنبې په ورځ به د یوې تاریخې لوبې شاهد و اوسو.
د لودي په وینا د افغانستان ټیم ورسره ژمنه کړې ده چې د راتلونکې کال د مارچ یا اپریل په میاشت کې به د یوې بلې دوستانه لوبې لپاره پاکستان ته ورشي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement