پوسټ کوډ ۶۵۸۸۸
نیټه خپرول: جمعه ۲۵ زمری ۱۳۹۲ ۱۲:۰۲

باید په افغانستان کې تر ۲۰۱۴م وروسته د پاتې کیدونکو عسکرو شمېر په ډاګه شي

د طالبانو د د? پروپا?ند د ?وابولو لپاره چ? ادعا کوي؛ امريکا او متحدان ي? افغانستان پري?دي، دا ا?ينه ده چ?، په افغانستان ک? له ???? م کال وروسته د پات? کيدونکو سرتيرو شمير په ?ا?ه شي.

یو لوړ رتبه امریکايي جنرال وايي متحده ایالاتو او ناټو ته په کار ده چې؛ سمدستي د هغو سرتیرو شمېر اعلان کړي چې؛ ټاکل شوې ده، له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې پاتې کیږي.
امیر البحر "جیمز سټاوریډیز" ویلي؛ د طالبانو د دې پروپاګند د ځوابولو لپاره چې ادعا کوي؛ امریکا او متحدان يې افغانستان پریږدي، دا اړینه ده چې، په افغانستان کې له ۲۰۱۴م کال وروسته د پاتې کیدونکو سرتیرو شمیر په ډاګه شي.
فارن پالیسي خپرونې ته په یوې تبصره کې په اروپا کې د ناټو دغه پخواني لوړ رتبه امریکايي قومندان ویلي دي؛ له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د ۱۵ زره سرتیرو د ساتلو پلوي کوي.
امیر البحر جیمز سټاوریډیز ویلي؛ د دې پر ځای چې په میاشتو میاشتو انتظار وکړو؛ موږ باید اوس پریکړه وکړو او خپل تعهد په ډاګه کړو.
د فرانس پریس اژانس په وینا، امریکايي قومندانان له اوږدې مودې راهیسې له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې له اتو تر دولسو زرو سرتیرو د ساتلو پیشنهاد کوي.
جیمز سټاوریډیز ویلي، د طالبانو د دې پروپاګند د ځوابولو لپاره چې ادعا کوي؛ امریکا او متحدان يې افغانستان پریږدي، دا اړینه ده چې، په افغانستان کې له ۲۰۱۴ م کال وروسته د پاتې کیدونکو سرتیرو شمیر په ډاګه شي.
خو له افغان حکومت سره د اوږود مهاله امنیتي همکاریو پر سر خبرو کې د ستونزو له امله سپینې ماڼۍ د ۲۰۱۴م کال تر پایه له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتیرو د احتمال موضوع هم مطرح کړی ده.
له دې وړاندې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخواني عمومي قومندان جنرال جان الن له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې د یو شمیر ناټو سرتیرو سربیره د ۱۳ زرو امریکايي عسکرو د پاتې کولو پیشنهاد کړی و او د جمهور رییس اوباما له ادارې يې غوښتي وو چې؛ په دې اړه ژر پریکړه وکړي.
امیر البحر سټاوریډیز ویلي، دا اعلان به د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د ستراتیژیک تړون لپاره مهم او ګټور ثابت شي.
د نوموړي په وینا، د پاتې کیدونکو سرتیرو د شمېر په ډاګه کول به افغانانو ته ډاډ وروبخښي او ستر نړیوال ایتلاف ته به چې د امریکا پریکړې ته منتظر دی، د متحده ایالاتو مشرتابه رول هم په ډاګه کړي.
د ناټو ځواکونو دغه پخواني مشر ویلي که چیرته له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې د متحدینو ۱۵ زره سرتیري پاتي شي؛ نو دا به یو ډول خوشبیني رامنځته کړي چې؛ افغانستان د کامیابۍ له معیارونو سره برابریږي.
خو د هغه په وینا کې هیڅ کوم سرتیرې پاتې نه شي؛ نو دا به په افغانستان کې د دې پوځي ماموریت ناکامي وګڼل شي. 
سرچینه: ازادی رادیو

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement