پوسټ کوډ 65817
نیټه خپرول: سه شنبه 22 زمری 139217:51

په ۱۲ ولسوالیو کې دې رایه ورکوونکو ته د نوم لیکنې زمینه برابره کړاي شي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون يو ?ل بيا له امنيتي ادارو وغو?ت

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا له امنیتي ادارو وغوښتل چي؛ په ۱۲ ولسوالیو کې د رایې ورکوونکو نوم لیکنې ته زمینه برابره کړي.
د دې کمیسیون د دارالانشا رییس ضیا الحق امرخیل ازادۍ راډیو ته وویل؛ د اسد پر پنځمه په ولسوالیو کې د نوم لیکنې بهیر پیل شوی، خو د ناامنیو له امله تر اوسه په ۱۲ ولسوالیو کې دا مرکزونه نه دي پرانستل شوي.
ښاغلی امرخیل وايي چي تر اوسه پوري شاوخوا درې لکه کسانو د راتلونکو انتخاباتو لپاره د رایې ورکولو کارټونه اخیستي دي.
ټاکل شوې، د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۳ کال د وري میاشتې پر شپاړسمه نېټه وشي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement