پوسټ کوډ ۶۵۷۹۵
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۱ زمری ۱۳۹۲ ۱۴:۰۰

په بدخشان په درایم ولسوالۍ کې د کولرا ناروغۍ یوه نجلۍ وژلې ده

په ياد? ولسوال? ک? شاوخوا ?وارلس سوه کسان نور هم په همد? ناروغ? اخته شوي دي.

د بدخشان چارواکي وایي چې، د دې ولایت په "درایم" ولسوالۍ کې د کولرا ناروغي یوه نولس کلنه نجلۍ وژلې ده.
د بدخشان د عامې روغتیا رییس ډاکټر نور خاوري آزادی راډيوته وویل؛ په یادې ولسوالۍ کې شاوخوا څوارلس سوه کسان نور هم په همدې ناروغۍ اخته شوي دي. نوموړي په دې مرض د خلکو د اخته کیدو علت له ناپاکه اوبو څخه استفاده یاده کړه.
خاوري وویل، سیمي ته درملنې لپاره دوی خپل سیار ټيمونه استولې دي.
نوموړي دغه راز وویل، هغه ناروغان چې روغتیای حالت یې ښه نه و؛ هغه یې د بدخشان مرکزي روغتون ته استولي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement