پوسټ کوډ ۶۵۶۶۳
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۶ زمری ۱۳۹۲ ۱۴:۵۰

لغمان: په الینګار ولسوالۍ کې افغان ځواکونو لس تنه وسله وال مخالفین وژلي

دا عمليات نن سهار ترسره شوي چ? په ک? د مسافر، ماهر او حليم په نومونو د وسله والو مخالفانودر? مهم قومندانان هم وژل شوي.

د لغمان چارواکي وایي چې؛ د دې ولایت په الینګار ولسوالۍ کې ځانګړیو افغان ځواکونو لس تنه وسله وال مخالفین وژلي دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک آزادی راډیو ته وویل چې په الینګار ولسوالۍ کې دا عملیات نن سهار ترسره شوي چې په کې د مسافر، ماهر او حلیم په نومونو د وسله والو مخالفانودرې مهم قومندانان هم وژل شوي.
سرحدي ځواک وایي چې؛ په دې عملیاتو کې د دوی ځواکونو درې تنه مشکوک کسان هم نیولي دي.

وسله والو مخالفان تر اوسه پدې هکله څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement