پوسټ کوډ ۶۵۵۸۱
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۴ زمری ۱۳۹۲ ۱۵:۴۲

د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي ټیمونه په کابل کې دوستانه لوبه ترسره کوي

د افغانستان د فو?بال د ملي ?يم روزونکي همايون کار?ر د د? لوبو هدف د دوا?و هيوادونو تر من? د ا?يکو ?ه کيدل ياد ک?ل.

ټاکل شوې ده د افغانستان د فوټبال ملي ټیم روانه میاشت د پاکستان د فوټبال له ملي ټیم سره یوه دوستانه لوبه وکړي.
د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون وایي چې؛ دا لوبه به د اګسټ په شلمه نیټه په کابل کې تر سره شي.
د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم روزونکي همایون کارګر د دې لوبو هدف د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو ښه کیدل یاد کړل.
"د هېواد د فوټبال فدراسیون پریکړه وکړه؛ څو په دې حساسو سیاسي شرایطو کې د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي ټیمونو تر منځ یوه دوستانه لوبه په افغانستان کې جوړه کړي."
ښاغلي کارګر وویل، چې د دې لوبو بل هدف دا دی چې؛ افغانستان په نیپال کې د آسیا د جنوب هېوادونو په لوبه کې ګډون لپاره آماده کړي. 

سرچینه: ازادی رادیو 

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement