پوسټ کوډ ۶۵۵۵۴
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۳ زمری ۱۳۹۲ ۱۴:۰۵

سروبي: د ۱۶کسانو جسدونه، چې په سیلابونو کې وژل شوي و، پیدا شوي

?ايي د تير? ور?? د سيلابونو د مر? ژوبل ارقام تر د? هم زيات وي او په د? ا?ه ?ي?ن? روان? دي.

سروبي چارواکي تاییدوي چې لږ تر لږه د شپاړسو کسانو جسدونه یې چې د تیرې ورځې په سیلابونو کې وژل شوي و، پیدا کړي دي.
د سروبي ولسوال غلام نبي اسحقزي ازادي راډیو ته وویل چې نولس کسان نور لا هم لا درکه دي.
نوموړي وویل چې ښايي د تیرې ورځې د سیلابونو د مرګ ژوبل ارقام تر دې هم زیات وي او په دې اړه څیړنې روانې دي.
په عین حال کې د ننګرهار ولایت مقام ویلي چې دننګرهار په بیلابیلو ولسوالیو کې د تیرې ورځې په سیلابونو کې ۱۷ تنه مړه شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.
له بلي خوا ولسمشر حامد کرزي اړوندو ادارو ته په کابل، خوست ننګرهار او نورستان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې رسولو امر وکړ.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement