پوسټ کوډ ۶۵۴۳۴
نیټه خپرول: چهارشنبه ۹ زمری ۱۳۹۲ ۲۲:۱۵

یوناما: په تیرو ۶میاشتو کې ملکي تلفات ۲۳فیصده زیات شوي

وژل شويو او ?پي شويو ملکيانو شم?ر د تير ميلادي کال د همد? مود? په پرتله ?? فيصده زيات شوي دي. پد? ک? ???? تنه وژل شوي او ???? نور ?پيان شوي ملکيان د يوناما لخوا ثبت شوي دي،

یوناما یا په افغانستان کې د ملګروملتونو د سازمان سیاسي دفتر وایي، چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي وګړو تلفات ۲۳ فیصده زیات شوي.
دغه راپور د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د یوناما دفتر د بشر د حقونو د څانګې له خوا خپور شو.
په کابل کې د یوناما چارواکو د جګړې پر ښکیلو خواوو غږ وکړ چې؛ د ملکي خلکو ساتنې ته ډیره پاملرنه وکړي.
د سړک ترڅنګ د ماینونو چاودنې، د افغان او بهرنیو ځواکون د پوځي عملیاتو زیاتیدل، وسله والې نښتې او د وسله والو مخالفینو له خوا د ملکي دولتي کارکونکو په نښه کول د یوناما په راپور کې د ملکي تلفاتو د ډیریدو اصلي لاملونه بلل شوي.
په کابل کې د یوناما د بشر د حقوقو د څانګې مسولې جورجټ ګیګنون د چهارشنبې په ورځ د ملکي تلفاتو په اړه یو شپږ میاشتنې راپور خپور کړ.
میرمن ګیګنون وویل، چې د تیر کال په پرتله د وژل شویو ملکیانو په شمېر کې څوارلس فیصده او د ټپیانو په شمېر کې ۲۸ فیصده زیات والی راغلی دی، نوموړي په دې اړه داسې وویل:
"د وژل شویو او ټپي شویو ملکیانو شمېر د تیر میلادي کال د همدې مودې په پرتله ۲۳ فیصده زیات شوی دی. پدې کې ۱۳۱۹ تنه وژل شوي او ۲۵۳۳ نور ټپیان شوي ملکیان د یوناما لخوا ثبت شوي دي، چې په مجموع کې د مرګ ژوبلې شمیر ۳۸۵۲ کسانو ته رسیږي."
میرمن ګیګنون دغه راز وویل، چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې ملکي تلفات کم شوي وو خو په ۲۰۱۳ میلادي کال کې یې اندازه بیرته ۲۰۱۱ میلادي کال ته ورسیده.

د خپاره شوي راپور پر اساس، ددې تلفاتو ۷۴ فیصده یې د وسله والو مخالفانو لخوا،۹ فیصده یې د حکومتي او نړیوالو ځواکونو له خوا ، ۱۲ فیصده د نښتوته له امله او پاته پینځه فیصده یې د پخوانیو چاودیدونکوموادو د چاودنې له امله رامنځ ته شوي دي.

د راپور له مخې د وسله والو مخالفانو له خوا په جګړو کې د ملکي تلفاتو شمیره ۱۶ فیصده زیاته شوې ده.

یعنې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۸۶۳ تنه ملکیان د وسله والو مخالفانو په حملو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
په راپور کې دغه راز راغلي چې؛ د دولتي ځواکونو په جګړو کې ۳۶۲ کسان مړه او ټپیان شوي چې لامل یې پوځي عملیات ښودل شوي دي.
راپور دغه راز په روان کال کې د ښځو او ماشومانو د تلفاتو زیاتیدو ته اشاره کوي چې د تیر کال د همدې موده په پرتله ۳۸ فیصده زیات شوي دي.
په همدې حال کې په کابل کې د ملګروملتونوسیاسي دفتر یونما د بشر د حقونو د څانګې مسولې پر ښکیلو خواوو غږ و کړ چې د ملکي تلفاتو را کمیدو ته جدي پاملرنه وکړي.
موږ پر ټولو ښکیلو خواوو غږ کوو، چې د خپلو قانوني مکلفیتونو په پام کې نیولو سره د ملکیانو د ساتنې لپاره کوښښ وکړي. په ځانګړي توګه د پوځي ځمکنیو عملیاتو پر مهال او د افغان نارینه وو، ښځو او ماشومانو د وژنې د مخنیوي او راکمولو لپاره لازم تدابیر په پام کې و نیسي.
آیساف ځواکونو ددې راپور له خپریدو هر کلی کړی او د ملکیانو د تلفاتو په راکمیدو کې یې د خپلو هڅو پر ډيریدو ټینګار کړی دی.
خو وسله والو طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرلولو سره د یوناما لخوا خپور شوی راپور رد او هغه یې یو اړخیز بللی دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement