پوسټ کوډ ۶۵۲۸۷
نیټه خپرول: سه شنبه ۱ زمری ۱۳۹۲ ۱۲:۰۰

خلیلزاد: ممکن افغانستان او امریکا امنیتي تړون لاسلیک نه کړي

خليلزاد اوباما او کرزي ته سپار?تنه ک?? چ? امنيتي لاسليک ک?ي او کن? افغانستان به د سيمه ييزو قدرتو

تاند- زلمی خلیزاد، چې پخوا په افغانستان، عراق او ملګروملتو کې د امریکا سفیر و، په یوه لیکنه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون پر نه لاسلیکېدو اندېښنه ښکاره کړې ده.
خلیلزاد اوباما او کرزي ته سپارښتنه کړې چې امنیتي لاسلیک کړي او کنې افغانستان به د سیمه ییزو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ پر میدان بدل شي او امریکا به د القاعده پرضد د حملو له یوه مهمه مرکزه بې برخې شي.
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي، دا خطر شته چې د امریکا متحد ایالتونه او افغانستان تر ۲۰۱۴ کال وروسته په دې هیواد کې د امریکايي پوځیانو د حضور د دوام پر سر موافقې ته ونه رسېږي.
دواړه خواوې پر دوه اړخیز امنیتي تړون خبرې کوي. خو د اختلافاتو له کبله تراوسه پوري نه دي بریالي شوي چې نتیجې ته ورسېږي.
زلمي خلیلزاد په یوه مقاله کې، چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپره کړې ویلي، په کابل او واشنګټن کې له چارواکو سره له خبرو ورته دا فکر پیدا شوی چې ښايي تر اکتوبره پوري به د دواړو خواوو ترمنځ موافقه لاسلیک نه شي.
تېره اوونۍ د امریکا له لوی درستیز سره په کابل کې د ولسمشر کرزي له کتنې وروسته دواړو خواوو هیله څرګنده کړه چې امنیتي تړون به د سږ کال تر اکتوبره پوري لاسلیک کړي.
د امریکا لوی درستیز جنرال مارتین ډیمپسي وویل چې تر اکتوبره پوري د امنیتي موافقې لاسلیک به د ناټو نورو غړیو ته فرصت ورکړي چې له افغانستانه د ټولو ځواکونو ترایستلو مخکې د پرېښودونکو ځواکونو لپاره تیاري ونیسي.
خو خلیلزاد وايي، د امریکا پر حکومت د بې باورۍ په اړه د کرزي تورونو د دوه اړخیز امنیتي تړون لپاره د اوباما د حکومت لېوالتیا له منځه وړې ده خو دا څرګنده نه ده چې ایا کرزی غواړي چې د امریکا ملګرتوب له لاسه ورکړي.
د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په صورت کې به افغانستان په نړۍ کې حتي د اسراییلو په شان د متحدو ایالتونو تر نژدې متحدانو هم زیاتې مالي او پوځي مرستې ترلاسه کړي.
د خلیلزاد په نظر پر امریکا د کرزي بې باوري تر یوه حده د اوباما د حکومت له سیاسي او شخصي سپکاویو سرچینه اخلي. کرزی د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه د امریکا تورونو خوابدی کړی.
د زلمي خلیلزاد په وینا د پاکستان په وړاندې د امریکا پالیسي د دواړو خواوو په اړیکو کې د کړکېچ بل علت دی.
کرزی په دې مایوسه شوی چې امریکا د تروریستانو د پناهځایونو پرضد اقدام نه کوي او یا د پاکستاني پوځیانو حملو ته ځواب نه وايي.
د کرزي په نظر په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستل د افغانستان د وېشلو لپاره د امریکا او پاکستان دسیسه وه.
په افغانستان، عراق او ملګروملتو کې د امریکا د پخواني سفیر په نظر د پاکستان مسله د افغانستان او امریکا د اختلاف اساسي ټکی دی.
افغان چارواکي باور لري چې د ستونزې حقیقي حل دا دی چې امریکا له پولې پوري غاړه د تروریستانو پناهځایونه په نښه کړي خو له دې سره سره چې په لنډ وخت کې د سولې د خبرو د بریالیتوب احتمال نشته، داسي نه ښکاري چې د اوباما حکومت به په پاکستان کې د تروریستانو پر پناهځیونو د حملې لپاره له قوې څخه کار واخلي.
د خلیلزاد په نظر که امنیتي موافقه ونه شي نو دا به یو لوی ستراتیژیک ګوزار وي. امریکا به د القاعده پرضد د حملو لپاره له تاسیساتو بې برخې شي، له بلې خوا به له سیمې د امریکايي پوځیانو له وتلو سره کورنۍ شخړې پیل او پاکستان، ایران، هند، چین، روسیه او د سیمې نور هیوادونه به د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ډېره کړي څو رامنځته شوې خلا ډکه کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement