پوسټ کوډ ۶۴۹۸۱
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۲ ۲۲:۱۶

ولسمشر کرزي او په کابل کې د امریکا سفیر د احمد ولي طاهري وژنه وغندله

وسله والو کسانو نن سهار احمد ولي طاهري چ? د ه

وسله والو کسانو نن سهار احمد ولي طاهري چې د هرات په څارنوالۍ کې یې کار کاوه، په ډزو وواژه.
احمد ولي د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار ډاکتررنګین دادفرسپنتا ورور و.
د هرات د امنیې قومنداندۍ ویاند سمونوال عبدالروف احمدي د پیښې د څرنګوالي په اړه وویل:
"ولي جان، د ډاکټر سپنتاورور نن په داسې حال کې د هرات په کرخ ولسوالۍ کې ووژل شو چې له یوه حمامه راووت."
د هرات د څارنوالۍ د مسولینو په وینا؛ احمد ولي له اوو کالو راهیسې په کرخ ولسوالۍ کې د څارنوال په توګه دنده ترسره کوله.
افغان ولسمشر حامد کرزي دغه پیښه په کلکه غندلې، هغه یې یو غیر انساني عمل بللی دی. د جمهوري ریاست له خوا په خبرپاڼه کې کرزي د احمد ولي وژنه د هغو وژنو سلسله بللې چې؛ د ده په وینا، د بهرنیو استخباراتي ادارو له خوا ترسره کیږي او په کې د افغانستان خلک، دیني عالمان، قومي مشران، دولتي کارکونکي او د هغوی خپل خپلوان په نښه کیږي.
طالبانو د دغې حملې مسوولیت په غاړه اخیستی. قاری یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې؛ احمد ولي له څوکلونو راهیسې له حکومت سره کار کاوه، هغه یو مهم چارواکی و او په همدې خاطر د دوی د کسانو له خوا په یوې چیریکي حمله کې ووژل شو.

په کابل کې د امریکا سفارت هم د احمدولي طاهري وژنه غندلې ده.
د امریکا سفیر "جېمزکننګهم" په خپاره کړي بیان کې پردغې پیښې خواشیني څرګنده کړې او د هغه کورنۍ او په ځانګړي ډول د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا ته یې د خواخوږي مراتب وړاندې کړي دي.
سپنتا چې د افغانستان په حکومت کې یوجګ پوړی چارواکی دی، یوه ورځ مخکې له ازادی راډیو سره په ځانګړې مرکه کې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه وویل چې پاکستان نه پریږدي چې افغان طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کښیني.

د هرات امنیتي مسوولینو ویلي چې، د احمد ولي د قتل د عاملینونو د نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.

هرات په وروستیو کې د جنایت کارو ډلو له لورې د سړي تښتونې د زیاتو پیښو شاهد و؛ چې له امله یی یوشمېر سوداګر دې ته اړ کړی شوي چې؛ له دې ولایته ووځي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement