پوسټ کوډ ۶۴۸۳۶
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۳ چنګاښ ۱۳۹۲ ۱۳:۰۰

په جوزجان ولایت کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړیږي

د نو? ودان? په جو?ولو سره به د درسي ?ول?يو د نشت والي له امله د زده كوونكو شته ستونز? حل شي.

د جوزجان ولایت د شبرغان ار اړوند دپروژه ال منځني ښوونځي د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
دغه ودانۍ دڅه باندې ۵ میلیونه افغانیو په مجموعي لگښت دنړیوال بانګ په مالي مرسته د ۸ میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول په یو پوړکې جوړیږي. ددغه ښوونځي نوې ودانۍ به ۱۰درسي ټولګي، ۲ اداري خونې او نور ې اړینې آسانتیاوې ولري.
په نوموړي ښوونځي کې د ۶۰۰ تنو په شاو خوا کې زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې د نوې ودانۍ په جوړولو سره به د درسي ټولګيو د نشت والي له امله د زده كوونكو شته ستونزې حل شي.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې دجوزجان ولايت د پوهنې رییس ، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود او ټولو د نوې ودانۍ د جوړیدو د چارې د پیل په اړه خوښي وښوده او دایې د پوهنې د کیفیت په ښه والي کې مهم ګام وباله.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement