پوسټ کوډ ۶۴۵۰۶
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۸ کب ۱۳۹۴ ۱۲:۰۱

د ښځو د کنفرانس پرېکړه لیک به په عملي برنامه بدل شي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت ولس مشرمحمد اشرف غني پرون ما?ام د اسلام له نظره د افغان ??و د استعدادونو د ود? ترسرليک لاند? پرو?رام ک? چ? يو شم?ر علماو او د مدني ?ولن? غ?يو په ک? حضور درلود، ??ون وک?.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولس مشرمحمد اشرف غني پرون ماښام د اسلام له نظره د افغان ښځو د استعدادونو د ودې ترسرلیک لاندې پروګرام کې چې یو شمېر علماو او د مدني ټولنې غړیو په کې حضور درلود، ګډون وکړ.
دغه پروګرام چې په ارګ کې جوړ شوی وو، لومړی د افغان ښځو د استعدادونو د ودې د دفتر مسوولې شهلا فرید د یاد پروګرام او دفتر د پلانونو په هکله معلومات ورکړل.
مولوي دانشجو د علماو په استازیتوب د حکومت له برنامو څخه د ملاتړ پرمهال د اسلام له نظره د ښځې د دریځ په هکله خبرې وکړې او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یې مردود وباله. همدارنګه یې د ښځو د مقام او د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې په هکله پرېکړه لیک هم ولوست.

د هېواد ولس مشر د دغه پروګرام له جوړونکو څخه د مننې پرمهال وویل: د ټولنې فکري چوکاټ په اسلامي ارزښتونو استوار دی.

ولس مشرغني د دغه پروګرام جوړول د ښځو د حقونو د پېژندنې په برخه کې لوی ګام وباله او زیاته کړه، د دې پرېکړه لیک د عملي کولو لپاره به له ښځو او علماو سره مشوره وشي.

د هېواد ولس مشرڅرګنده کړه، د یاد پرېکړه لیک د عملي چوکاټ د رامنځته کولو په خاطر به د کابینې په غونډه کې په دې هکله بحث وشي او درې ګونې قواوې به په ګډه د دې پرېکړه لیک د عملي کولو په میکانیزم کار وکړي.

ولس مشروویل: د دیني او ټولنیزو ارزښتونو له پلوه د ښځو حیثیت لوړ دی او د ښځو پر وړاندې موجوده ستونزې د جګړو او کډوالیو میراث دی.

ولس مشرغني څرګنده کړه، علما او مدني بنسټونه باید د ښځو د ستونزو د درک او تشخیص په خاطر په همغږۍ او ګډه کار وکړي اوله تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره د منبرونو له لارې پوهاوی زیات کړي.

ولس مشرغني د اساسي قانون ارزښتونو ته په اشارې وویل: دا قانون په اسلامي احکامو تسجیل شوی او په سیمه کې هیڅ قانون په دې وضاحت وجود نه لري. هغه زیاته کړه، اسلام د نورو د زغملو دین دی اود مسلمانانو تر منځ باید تفاهم او اتفاق وجود ولري.

ولس مشرټینګار وکړ، د پوهې د ودې او د اسلامي ارزښتونو د تبلیغولو په برخه کې باید زیاتې هڅې وشي، تر څو دغه ارزښتونه زیات بنسټيز شي. هغه زیاته کړه، نبوي سیرت باید په عمیقه توګه درک او د مسلمانانو په ټولنیز ژوند کې زیاته ګټه ترې واخیستل شي.

د هېواد ولس مشروویل، د جوماتونو جوړولو ته ۳۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي او حکومت کوښښ کوي چې دا تخصیص په راتلونکي کال کې زیات شي.

ولس مشرغني په ټینګار وویل، د اوقافو ۳۶ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته اخیستل شوې او نورې غصب شوې ځمکې به هم له غاصبانو څخه واخیستل شي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement