پوسټ کوډ ۶۴۳۴۶
نیټه خپرول: شنبه ۲۹ وری ۱۳۹۴ ۱۱:۵۱

سعودي عربستان له اسرایلو سره شپاړس میلیارډه ډالره مرستې کړي

دامريکا د کنسورشيم نيوز ?کي کام (CONSORTIUMNEWS.COM)اين?رني? ساي? مسوول چلونکي رابر? پيري چ? دتحقيقاتويو خپلواکه ساي? دي ايشوا ک?ه چ? دسعودي عربستان ال سعود رژيم په دوه نيمو کلونو ک?? په نيواکي فلسطين يعني اسرايلو ک?? د پراختيا دپروژو لپاره شپا?س(??) ميليار?ه ?الره ل?ولي دي

دامریکا د کنسورشیم نیوز ټکی کام (CONSORTIUMNEWS.COM)اینټرنیټ سایټ مسوول چلونکي رابرټ پیري چې دتحقیقاتویو خپلواکه سایټ دی ایشوا کړه چې دسعودي عربستان ال سعود رژیم په دوه نیمو کلونو کښې په نیواکي فلسطین یعني اسرایلو کښې د پراختیا دپروژو لپاره شپاړس(۱۶) میلیارډه ډالره لګولي دي .
شفق نیوز اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ رابرټ پیري دامریکا استخباراتي شناندو ته دیوې نږدې او خبرې سرچینې په قول وویل سعودي عربستان په دوه نیمو کلونو کښې شپاړس (۱۶)میلیارډه ډالره دیوه عربي هیواد په وسیله داسرایل په داخل کښې د بیخي بنايي پروژو د مالي تامینولو لپاره په اروپا کښې د اسرایلو د پراختیا ځانګړي بانکي حساب ته اچولي دي .
دامریکا استخباراتې ادارې سي اي ای(CIA) ته نږدې سرچینې وویل دسعودي عربستان د ال سعود رژيم لخوا دغه ورکړل شوي شپاړس(۱۶) میلیارډه ډالر داردن سین په لویدیځې غاړې کښې دصهیونیسټ رژيم د ښارګیو دجوړولو په شان په عمومي پروژو لګیدلي دي .
هغه وویل دهغو پیسو هدف چې سعودي عربستان اسرایلو ته ورکړي دي په امریکا کښې داسرایلو دپلوي لابۍ ملاتړ ترلاسه کول دي او سعودي عربستان دامریکا په داخل کښې له دغه لابۍ سره د سیالۍ کولو پرځاې غوره ګڼلي ده چې دهغې ملاتړ ترلاسه کړي .
رابرټ پیري وویل سعودي عربستان او اسرایل همدا اوس له یوبل سره دشیعه مسلمانانو پرضد ملګرتیا کوي او باوري دي چې دسوریې حکومت په دې زمینه کښې اصلي خنډ دی .
دامریکا دغه خبریال وویل سعودي عربستان او اسرایلو په مصر کښې داخوان المسلمین اړونده حکومت په نسکورولو کښې مهم رول ولوبوه په دې ډول چې عربستان دمصر په دخل کښې د عبدالفتاح السیسي ملاتړ وکړ او په امریکا کښې داسرایلو ملاتړي لابۍ هم دمصر دمنتخب حکومت ولسمشر محمد مرسي پرضد کودتا ته په غبرګون کښې د امریکا د حکومت دغچ اخیستونکي دریځ دغوره کولو خنډ شوه .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement