پوسټ کوډ 63990
نیټه خپرول: سه شنبه 26 لیندۍ 139209:27

ځواکونو په پنجوايي ولسوالۍ کي ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف کړل

افغان ملي امنيتي ?واکونو دکندهار ولايت په پنجوايي ولسوال?کي عمليات ترسره ک?ي چي په تر? کي ي? ?? شم?ر مهمات او وسل? کشف او ترلاسه ک?ي دي.

تېره ورځ افغان ملي امنيتي ځواکونو دکندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍکي عمليات ترسره کړي چي په ترڅ کي يې ګڼ شمېر مهمات او وسلې کشف او ترلاسه کړي دي.
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، ياد عمليات د پنجوايي ولسوالۍ په تلکان او فيروزو سيمه کي تر سره سوي دي چي په ترڅ کي يې ٦ ميله کلاشينکوفونه، ٣ راکټونه، يو ميل پيکا، يو چرکي هوان، ١٠٣ ضد پرسونل ماينونه، ١٠ کشفي مخابرې، ٣٠٠٠ دانې د کلاشنکوف مرمۍ، ٢٠٠ د پيکا مرمۍ، ١٠ د راکټ ګولۍ، ٥ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي او ٥٠ متره ثانيه سوز لاين د ځانګړو افغان امنيتي ځواکونو له خوا کشف او تر لاسه سوي دي.
ياد عمليات د ملي اردو، ملي پوليسو، سيمه ييزو پوليسو، عامه نظم اوافغان کمنډويي ځواکونو له خوا په کډه همکاري تر سره کېږي چي د ايساف ځواکونو هماهنګي او مرسته هم ورسره شتون لري.
دا په داسي حال کي ده چي افغان ملي امنيتي ځواکونه هره ورځ د ولسلوال مخالفينو د شومو پلانونو د شنډولو په موخه په بېلابېلو سيمو کي عمليات ترسره کوي چي په ترڅ کي يې دوسلوالو مخالفينو هر راز ورانکاره هڅي له منځه وړل کېږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement