- 0 څرګندونه
- چاپ
ولسي جرګه په ځینو ولایتونو کې د نوم لیکنې د مرکزونو له کموالي شکایت کوي

د وکيلانو له شکايتونو وروسته نن ولسي جر?? پريک?ه وک?ه چ?؛ راتلونک? چهار شنب? به د انتخاباتو د خپلواک کميسيون چارواکي خپل? غون?? ته وربولي.
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي په ځینو ولایتونو کې راتلونکو انتخاباتو ته د نوم لیکنې د مرکزونو د کموالي په اړه شکایت کوي.
د وکیلانو له شکایتونو وروسته نن ولسي جرګې پریکړه وکړه چې؛ راتلونکې چهار شنبې به د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي خپلې غونډې ته وربولي.
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي په دې اړه وویل: "که تاسو موافق یاست د چهارشنبې په ورځ به د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مسوولین راوغواړو، د هغوی خبرې به د نوم لیکنې مرکزونو د کموالي په هکله واورو.
ډیر کم وخت پاتې دی، خو په یو شمیر ولایتونو کې یواځې په ښارونو کې د نوم لیکنې مرکزونه دي چې دا کافي نه دي."
خو بل خوا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې؛ د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې پرته پرته له کومې ستونزې دوام لري او یوازې په اوو ولسوالیو کې د نوم لیکنې مرکزونه نه دي پرانستل شوي.