پوسټ کوډ 63525
نیټه خپرول: شنبه 15 چنګاښ 139215:46

هند افغانستان ته د وسلو ورکولو یا نه ورکورو په اړه څه نه دي ویلي

د افغانستان د دفاع وزارت د هغو رپو?ونو په ا?ه چ? هند نه غوا?ي افغانستان باند? درن? وسل? وپلوري؛ وايي چ?، د هند حکومت تر اوسه رسماً افغان حکومت ته ?ه نه دي ويلي.

افغانستان د دفاع وزارت وایي چې د هندوستان حکومت تراوسه افغانستان باندې د درنو وسلو د نه پلورلو په هکله رسماً افغان حکومت ته څه نه دي ویلي.
افغانستان په دې وروستیو کې د پاکستان له سیال هیواد هندوستان نه د درنو وسلو د مرستې تمه درلوده خو داسې ښکاري چې هند دې کار ته لیواله نه دی.
د افغانستان د دفاع وزارت د هغو رپوټونو په اړه چې هند نه غواړي افغانستان باندې درنې وسلې وپلوري؛ وایي چې، د هند حکومت تر اوسه رسماً افغان حکومت ته څه نه دي ویلي.
د دې وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري آزادۍ راډيو ته وویل چې؛ په دې برخه کې به د افغانستان د ملي امنیت شورا پرېکړه وکړي.
د رپوټونو له مخې ولسمشر کرزي شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې هندوستان ته په خپل سفر کې له هغه هیواده د درنو وسلو د اخیستلو غوښتنه کړې وه.
هغه وخت هندي چارواکو ویلي وو؛ چې د افغانستان په دې وړاندیز به غور وکړي.
خو په دې وروستیو کې د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید د هند د یوې انګلیسي ژبې ورځپاڼې هندو سره په مرکې کې ویلي؛ هېواد یې اوس له افغانستان سره د درنو او وژونکو وسلو مرسته نه شي کولای خو د سپکو وسلو مرستې ته چمتو دی.
خو یو شمیر کتونکي بیا په دې نظر دي چې؛ هند د امریکا او انګلستان د فشار له امله نه غواړي افغانستان سره د درنو وسلو په برخه کې مرسته وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي د شنبې په ورځ آزادۍ راډيو ته وویل چې؛ هند نه غواړي د افغانستان په جګړه کې ځان په مستقیمه توګه ښکیل کړي.
کتونکي په دې نظر دي چې، افغان حکومت ځکه له هندوستان نه د درنو وسلو د اخیستلو غوښتنه کړې چې؛ په دې وروستیو کې په دې برخه کې له امریکا نه ناهیلې شوی دی.
جمهور رییس کرزي څو څو ځلې ویلي وو؛ که امریکا د افغانستان له امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو په برخه کې مرسته ونه کړي، نو افغانستان به نورو هیوادونو ته مراجعه وکړي.
که څه هم امریکايي چارواکو ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکې کې به افغان امنیتي ځواکونو ته د طیارو په ګډون بیلابیل تجهیزات برابر کړي؛ خو داسې ښکاري چې افغان دولت ته دا مرستې د قناعت وړ نه دي.
راپور: جمیله ظریف

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement