پوسټ کوډ ۶۳۵۲۱
نیټه خپرول: شنبه ۱۵ چنګاښ ۱۳۹۲ ۱۶:۰۱

په هلمند کې یوې پوځي محکمې د ملي اردو یو عسکر پر ۱۶کاله بند محکوم کړ

بريد مل محمد آغا په ???? لمريز کال ک? پر يوه بس ?ز? ک?? و? او د علي احمد په نامه يو ملکي و??? ي? ?پي ک?ي وو.

په هلمند کې یوې پوځي محکمې د ملي اردو یو عسکر د ملکي وګړي د قتل په تور په شپاړس کاله بند محکوم کړ.
د ٢١٥ميوند قول اردو څخه په راليږل شوې خبرپاڼه کي راغلي؛ چې برید مل محمد آغا په ۱۳۹۱ لمریز کال کې پر یوه بس ډزې کړې وې او د علي احمد په نامه یو ملکي وګړۍ یې ټپي کړی وو.

ټپي شوي کس بیا وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

په اعلامیه کې د پيښې د ځای په اړه څه نه وه ویل شوي.

بريدمل محمد اغا د یاد قول اردو د څلورمې لوا د شپږم کنډک د لویې لارې د ساتني سرتيری وو.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement