پوسټ کوډ ۶۳۵۲۰
نیټه خپرول: شنبه ۱۵ چنګاښ ۱۳۹۲ ۱۶:۰۵

هند د وسلو په اړه د افغانستان غوښتنه رد کړه

خو پرون هندوستان ?ايمز او ?و نورو ور?پا?و د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد له قوله وويل:«نوي ?يلي نه په د? حد ک? دي او نه غوا?ي چ? اوس له افغانستان سره د وسلو مرسته وک?ي.»

تاند-هندي رسنۍ وايي چې دغه هیواد د وسلو لپاره د افغانستان د حکومت غوښتنه رد کړې ده.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هند په وروستي سفر کې دغه هیواد ته په یوه لیست کې د وسلو غوښتنه هم کړې وه. هماغه وخت ویل شوي و چې هند د افغانستان غوښتنه منلې ده.
خو پرون هندوستان ټایمز او څو نورو ورځپاڼو د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید له قوله وویل:«نوی ډیلی نه په دې حد کې دی او نه غواړي چې اوس له افغانستان سره د وسلو مرسته وکړي.»
ښاغلي خورشید، چې په خټه پښتون دی، همداراز وویل:«فکر کوو چې دا به عاقلانه نه وي چې له دې پورته لاړ شو. دا یوه نازکه سیمه ده، دلته ذي نفوذې خواوې شته، نور هم شته. موږ نه غواړو چې ستونزې وزېږوو.»
ده په عین حال کې وویل چې هند مخکې د افغانستان د پوځي ملاتړ لپاره دغه هیواد ته ځینې مرستې ورکړي لکه ترانسپورتي هیلي کوپترونه.
سلمان خورشید له سترایټ ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل:«هرڅوک د افغانستان د راتلونکې په اړه ځان ته بېل تصور لري. که موږ له افغانستان سره داسي مرسته وکړو چې په وجه یې دوی ته نورې ستونزې رامنځته نه شي، فکر کوم دا به تر ټولو غوره لار وي.»
د هند د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې افغانان پر هند زیات باورمن دي او دوی نه غواړي چې د افغانانو دا اعتماد له لاسه ورکړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement