پوسټ کوډ ۶۳۴۱۶
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۳ چنګاښ ۱۳۹۲ ۱۰:۱۷

کرزی : د امنیتي تړون لاسلیک باید د افغانستان د پیاوړتیا او امن سبب شي

افغانان د امريکا له متحدو ايالتونو سره په د? شرط د يو امنيتي ت?ون غو?تونک? دي چ?؛ دا امنيتي ت?ون د افغانستان د پياو?ي کيدو سبب شي او لاسليکول ي? د يو متحد، امن او د يو قوي مرکزي نظام لرونکي افغانستان راتلونک? تضمين ک?ي.

افغان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا ټینګار کړی چې؛ د امریکا له متحدو ایالتونو سره د امنیتي تړون لاسلیک باید د افغانستان د پیاوړتیا او امن سبب شي.

نوموړي د امنیتي تړون او ځینو نورو مسلو په اړه پرون ( چارشنبې ) په کابل کې له دوو امریکايي سناتورانو جان مکین او لنزي ګراهم سره خبرې کړې دي.
د ولسمشر د ویندوی له دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې؛ ولسمشر کرزي په دې خبرو کې امریکايي سناتورانو ته وویل، افغانان د امریکا له متحدو ایالتونو سره په دې شرط د یو امنیتي تړون غوښتونکې دي چې؛ دا امنیتي تړون د افغانستان د پیاوړي کیدو سبب شي او لاسلیکول یې د یو متحد، امن او د یو قوي مرکزي نظام لرونکي افغانستان راتلونکې تضمین کړي.

ښاغلي کرزي زیاته کړې د امنیتي تړون پر سر د دواړو هیوادونو ترمنځ خبرې اترې کیدای شي د سولې د شورا او طالب استازو ترمنځ د خبرو له پیلیدا سره په یو وخت پیل شي.
له ارګ څخه خپره شوې خبر پاڼه د ولسمشر کرزي له خولې زیاتوي چې؛ د امریکا د متحدو ایالتونو په رول او کړنو د افغانستان د خلکو باور په وروستیو اوو میاشتو کې واشینګټن ته دده له سفر او په لندن او بروکسل کې د درې اړخیزو غونډو او په ځانګړې توګه په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانیستل کیدو وروسته زیانمن شوی دی.

خبر پاڼه د امریکايي سناتورانو جان مکین او لنزي ګراهم له خولې وايي چې؛ د دواړو هیوادونو ترمنځ د باور رامنځ ته کولو لپاره به هڅې وکړي او د ولسمشر کرزي نظر او پیغامونه به ولسمشر بارک اوباما ته ورسوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement