پوسټ کوډ ۶۳۳۰۴
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۲ ۱۹:۲۲

پاکستان تایید کړه چې له طالبانو سره یې د قدرت وېشلو وړاندیز کړی

د افغانستان له سفير عمر داوودزي سره د پاکستان د بهرنيو چارو او ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز د افغانستان د ج??? د پاي ته رسولو لپاره د طالبانو او نورو ذي نفوذو ?لو په ??ون د واک د و?شلو و?انديز وک?.

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن تایید کړه چې دغه هیواد په افغانستان کې د واک وېشلو وړاندیز کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی اعزاز احمد چوهدري وویل، پاکستان تل په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مثبت رول لوبولی دی.
ښاغلي چودري، چې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل: د افغانستان له سفیر عمر داوودزي سره د پاکستان د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د طالبانو او نورو ذي نفوذو ډلو په ګډون د واک د وېشلو وړاندیز وکړ.

پرون وروسته له دې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ارشاد احمدي له رویټرز خبري اژانس ته وویل چې پاکستان د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې په خبرو کې د کابل او طالبانو ترمنځ د قدرت د وېشلو نظر وړاندیز کړی دی .نو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی اعزاز چودري د افغان چارواکي څرګندونې فوراً رد کړې.

ده رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د سرتاج عزیز او داوودزي کتنه یو ډول تشریفاتي ملاقات و چې په ترڅ کې یې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وشوې. خو طالبانو ته د ولایتونو د سپارلو په باب څه ونه ویل شول. (نور)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نن خبریالانو ته وویل چې هیواد یې تل هڅه کړې چې د افغانستان د کشالې د حل کولو لپاره د منځګړي رول ولوبوي.
د ده په وینا د پاکستان دا ډول هلې ځلې په تېرو شپږو میاشتو کې زیاتې شوي دې چې په نتیجه کې یې د قطر په دوحه کې د طالبانو دفتر پرانستل شو څو له طالبانو سره د خبرو او تماس د یوه مرکز په توګه وکارول شي.
افغان چارواکي د پاکستان وړاندیز د افغانستان فدرالي کېدل انګېري. ولسمشر کرزي او وروسته د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د پاکستان وړاندیز ته په اشارې ویلي چې پاکستان غواړي چې افغانستان په وړو ملوک الطوایفیو ووېشي. پاکستان د خپل وړاندیز بشپړ جزییات نه دي اعلان کړي او په زغرده څوک څه نه شي ویلی چې د پاکستان هدف په جګړه مارو ډلو د افغانستان وېشل یا فدرالیزم دی او که په مرکزي او ولایتي حکومتونو کې طالبانو ته د برخې ورکول.
ډېر افغانان په حکومت کې د طالبانو ګډون د جګړې له پای ته رسېدو سره مرستندوی بولي او وايي، په داسي صورت کې چې حکومت د پخوانۍ شمال ټلوالې له مختلفو ډلو جوړ وي که سوله راتلای شي ولي باید طالبانو ته په حکومت او ټول دولت کې ونډه ورنه کړای شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement