پوسټ کوډ ۶۳۰۸۶
نیټه خپرول: چهارشنبه ۵ چنګاښ ۱۳۹۲ ۱۵:۴۱

په میدان وردګو ولایت کې لس وسله وال طالبان

د ملي اردو شپ?م کندک سرت?رو د کشفي معلوماتو پربنس? وسله والو طالبانو ته له و?اند? په سيمه ک? کمين نيولي وو.

د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د کمین په ترڅ کې اوو او په سیداباد ولسوالۍ کې د نښتې پرمهال درې وسله وال طالبان ووژل شول او په مرکز میدان ښار کې یو شکمن کس ژوندی ونیول شو.
د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ په الی سنګ او بادام سیمو کې نن (چهارشبنه ) سهار شاوخوا شپږ بجې اوه وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول،کله چې د ملي اردو شپږم کندک سرتېرو د کشفي معلوماتو پربنسټ وسله والو طالبانو ته له وړاندې په سیمه کې کمین نیولی وو.
د یاد کنډک د معلوماتو له مخې کله چې د ملي اردو سرتېرو وسله والو مخالفینو ته کمین نیولو په ترڅ کې په نښته ښکیل شول،چې د نښتې پرمهال پرې هوایي برید ترسره شو،چې له امله یې اوه وسله وال طالبان چې جسدونه یې په سیمه کې پاتي دي ووژل شول . 
د دغه وسله والو طالبانو څخه په سیمه کې شپږ میله کلاشینکوفونه،څلورمیله تفنګچې،لس عدده شاژرونه، درې عدده پرتلې،۲۱۵ فیره د کلاشینکوف مرمۍ او یو شمیر نور مهمات او وسایل د ملي اردو یاد کنډک ځواکونو ته په لاس ورغلي او همدا راز یې د یادو اوو وسله والو جسدونه هم خپل کنډک ته انتقال کړي دي. 
همدا راز د سیداباد ولسوالۍ په شیخ اباد سیمه کې درې وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول،کله یې چې په سیمه کې په محافظت عامه پولیسو برید ترسره کړ،چې د دغه پولیسو په ځوابیه برید کې درې وسله وال طالبان چې د یوه تن جسد یې د یو میل کلاشینکوف سره په سیمه کې پاتې او دوه نور یې له ځان سره انتقال کړي وو، ووژل شول .
په ورته وخت کې یو شکمن کس چې د مرکز ميدان ښار اړوند د غنداخیلو کلي اصلي استوګن دی او عزت الله نومیږي د ملي اردو د دویم کنډک ځواکونو له لورې نیول شوی او د پلټنو په موخه ملي امنیت ادارې ته سپارل شوی دی. 
د یو بل خبر له مخې د وسله والو طالبانو له لورې د عامه نظم هغه دوه سرتیرې چې وړمه ورځ د سیداباد ولسوالۍ په شش ګاوو سیمه کې له موټر څخه ښکته او له ځان سره یې بیولې وو،د ملي اردو د شپږم کندک د مؤظفینو د هلو ځلو په ترڅ کې د مخالفینو له منګولو خلاص او اړونده ادارې ته وسپارل شول .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement