پوسټ کوډ 63056
نیټه خپرول: پنج شنبه 6 چنګاښ 139210:37

ایوانوف: م.م په افغانستان کې د نشه يي توکو ستونزې ته کمه پاملرنه کړې

د افغانستان د مخدره موادو په ا?ه د مل?رو ملتونو په راپور ک? د کافي وضاحت نشتوال

د روسیي د مخدره موادو د کنترول د ادارې مشر پر ملګرو ملتونو انتقاد کړی دی چې؛ په افغانستان کې یې د نشه يي موادو د تولید او قاچاق ستونزې ته کمه پاملرنه کړې ده.
له بلې خوا افغان حکومت وايي، د افغانستان د نشه يي موادو ستونزه یوه نړېواله ستونزه ده چې؛ د نړۍ لويي مافیايي ډلې په کې لاس لري او د نړېوالې ټولنې له صادقانه مرستې پرته په دې هېواد کې د نشه يي موادو د تولید مخنیوی ستونزمن دی.
د اینټرفاکس خبري اژانس د روسیې د نشه یي موادو د کنترول د فډرالي ادارې د مشر ویکټور ایوانوف له خولې وايي، د دې پیړۍ د پیل راهیسې، په اروپا او اسیا کې په افغانستان کې تولید شویو نشه يي موداو د نژدې یو میلیون وګړو ژوند اخیستی دی.
دا اژانس د ایوانوف له خولې وړاندې وايي، د افغانستان د مخدره موادو په اړه د ملګرو ملتونو په راپور کې د کافي وضاحت نشتوالی د دې سبب شوی دی چې؛ په لویدیځه او ختیځه نړۍ کې د دې پدیدې خلاف کړنې کمزورې شي.

ایوانف د چارشنبې په ورځ دا څرګندونې د ملګرو ملتونو له خوا په نړۍ کې د نشه يي مواد د ستونزې په اړه د کلني راپور د خپریدو وروسته په ویانا کې کړي دي.

نوموړې وویل: تیر کال موږ په جنوبي افریقا کې د نشه يي مواد د کر د نیايي برخې د له منځه تلو شاهد وو، خو په افغانستان کې یوازې په سلو کې دوه برخې د نشه يي موادو کرونده له منځه وړل شوې دي.

د روسیې د نشه يي موادو پر ضد د مبا

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement