پوسټ کوډ ۶۲۸۴۹
نیټه خپرول: شنبه ۱ چنګاښ ۱۳۹۲ ۱۵:۱۳

د مالیې وزیر له استرلیایي چارواکو سره افغان

استرليايي ?واکونه دد? کال په پاي ک? له افغانستان ?خه وزي، نو د ???? او ???? ميلادي کلونو ک? به له افغانستان سره د مرستو اندازه هر کال ??? ميليونو ?الرو ته زياته ک?ي.

د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال د روان کال د غبرګولي په ۲۸مه د څلورو ورځو له پاره استرلیا ته سفر وکړ او د کانبرا او سیډني په ښارونو کې یې د استرلیا له خوا افغانستان ته د منځ مهاله او اوږد مهاله مرستو په پروګرام، د توکیو کنفرانس نه وروسته د متقابل حساب ورکولو په موخه په کابل کې د جوړیدونکي کنفرانس له پاره د لوړ پوړو چارواکو د چمتووالي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا په برخو کې ددې هیواد له چارواکو سره خبرې وکړې.
د مالیې وزیر د خپل سفر پر مهال د استرلیا د لومړي وزیر له مرستیال او خزانه دار ښاغلي وین سوان، د اپوزیسیون له معاونې آغلې جولي بیشپ، د بهرنیو چارو ریاست ، د تجارت له وزیر او د استرلیایي مرستو له رئیس ښاغلي باب کار سره ولیدل. ښاغلي زاخیلوال د افغانستان په اړه د استرلیا د پارلماني کمیټو او د افغانستان د پرمختیا او په دې برخه کې د استرلیا د رول په اړه د څیړنیز ګروپونو سره په یو ګردي میز کې هم برخه واخیسته په دې ګروپونو کې د افغانستان او پاکستان له پاره د بهرنیو چارو، دفاع او سوداګرۍ د چارو کیمټو هم ګډون درلود.
استرلیا له ۲۰۰۱ کال څخه راپه دیخوا له افغانستان سره په بشري او د بیا رغاونې په مهمو برخو کې د پام وړ مرستې کړي دي. دغه مرستې د کرنې، د کلیو د پراختیا، پوهنې او روغتیا په برخه کې لګول شوي دي. استرلیا ژمنه کړې چې کله چې استرلیایي ځواکونه ددې کال په پای کې له افغانستان څخه وزي، نو د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو کې به له افغانستان سره د مرستو اندازه هر کال ۲۵۰ میلیونو ډالرو ته زیاته کړي.
د مالیې له وزیر سره په دې سفر کې په استرلیا کې افغان سفیر ښاغلي نصیر احمد اندیشه او د اقتصادي پالیسۍ مشاور ښاغلي خالد پاینده ملګرتیا کوله.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement